شاته

افغان څیړونکي: د افغانستان نه په غیرمسئولانه توګه د نړیوالو ځواکونو وتل دکورنۍ جګړې پیل ته زمینه برابروي

د نړیوالو پوځي چارو افغان څیړونکي او د افغانستان د ولسي جرګې یوشمیر غړي وايي،له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو غیرمسولانه یا غیرذمه واره توګه ویستل سیمه اونړۍ د ترهګرۍ له سترګواښ سره مخامخ کولی شي.

دوی وايي القاعده،داعش او دسیمې نورې ترهګرې ډلې دافغانستان اونړۍ امنیت ته لا هم یوجدي خطر دی اوامریکا له افغانستان څخه دخپلو ځواکونودوتلو په اړه داسې اقدام وکړي چې افغانستان امن شي اوسیمه د ترهګرو له ګواښ څخه خوندي شي.

د ډیوه سره په خبرو کې د پوځي چارو څیړونکی جنرال عتیق الله امرخیل وايي له افغانستان څخه دټولوامریکايي پوځیانو دوتلو په اړه دامریکا دولسمشر ټرمپ وروستي څرګندونې دافغانستان دملي ګټو خلاف دافغان حکومت دمخالفینو په ګټه دی.

نوموړی وايي په افغانستان کې دسولې اوامن ټینګښت مخکې دبهرنیو ځواکونو وتل اوپه اړه یې اعلان کول غیرمسئولانه عمل دی اوباید افغان چارواکي دافغانستان دراتلونکي دخوندیتوب لپاره په هیوادکې دنړۍ له شتون څخه مثبه ګټه واخلي.

هغه وايي که غیرمسئولانه توګه بهرني پوځیان له افغانستان څخه وځي واضح خبره ده چې خپل منځي جګړو ته لار هواریږي. تنظیمونه طالبان ټول د قدرت دنیولو لپارلاس په ماشه ناست دي هیڅ داسې سیاست مدارنشته چې غیرمسئول وسله والې ډلې ونه لري.

امرخیل وویل: ”دولت ته پکار دي چې په دا اوس او دې موقع کې چې دامریکا عسکردلته دي په امریکا فشار راولي اوله هغه هیواد څخه دخپل پوځ دپیاوړتیا اومجهزکیدو لپاره له هغوی وسلې ترلاسه کړي اوسیاسونو ته لازمه ده چې په دې حکومت ښه دی او که خراب راټول شي او مخالفین حکومت نه شي نیولی که دوه کسه پاتی هم وي جګړه به روانه وي هغوی دې هم راشي اودسولې لاردې تعقیب کړي. “

دولسي جرګې غړې اودنړیوالو چاروسیاسي څیړونکې شنکی کړوخیل وايي امریکا له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه نه وباسي اوپه وینا یې دا د ولسمشر ټرمپ یو انتخاباتي شعار دی اوغواړي چې په دې سره خپل پلویان پیدا او په راتلوونکو ټاکنوکې بریا ته پرې ځان ورسوي.

کړوخیل وايي که امریکا له افغانستان څخه خپل ټول پوځیان وباسي دا اقدام امریکا ته څوبرابره په لوړه بیه ځکه تمامیدل شي چې لاهم په سیمه کې دترهګرۍ اودافغانستان اړوند مسایلو کې د چین روسیې ایران اوپاکستان لاس وهنې پای ته نه دي رسیدلي.

هغې وویل ډیرې ترهګرې ډلې دي چې نړیوالې ریښې لري مثلا القاعده دا ډله له منځه نه ده تللې یا داعش ډله، دلته دطالبانو موضوع نه ده مطرح دلته مختلفې ترهګرې ډلې دي چې واقعا سیمې او نړۍ ته لوی تهدید دی اوهمدا ترهګریزې ډلې دي چې نړیوالو ترهګریزو ډلو ته یې دفعالیت زمنیه برابره کړې ده.

نوموړې زیاته کړه: ” مغرضانه لاس وهنې چې دمنطقې هیوادونه يې په افغانستان کې کوي لکه ایران پاکستان اوپه غیرمستقیمه توګه د چین او روسیې لاس وهنې اوپه عین حال کې هغه تروریستي ډلې او ټپلې چې نړیوال بیز(مرکز) لري اویا دا چې پاکستاني بیز(مرکز) لري دمنطقې لپاره تهدید دی. “

دا اندیښنې وروسته له هغې دي چې دامریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ دوه ورځې وړندې یوځل بیا له افغانستان څخه دخپلو ټولو ځواکونو په ویستلو ټینګار کړی دی او ویلی دي چې دځواکونو دوتلو په تړاو اقدام به ډیر ژر او په مناسب وخت کې ترسره شي.

په ورته وخت کې دامریکا دفاع وزیر مارک اسپر په تازه څرګندونو کې ویلي دامریکايي پوځیانو وتل د مهال ویش له مخې ترسره کیږي او ټاکل شوې د ترجون میاشتې پورې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو شمیر۸۶۰۰ ته راکم شي.

مارک اسپر وايي دنومبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو مخکې له افغانستان دټولو ځواکونوویستل نظر دی او دا اخری پریکړه نه ده.

دا په داسې حال ده چې افغان حکومت ویلي ترهګرۍ سیمې او نړۍ ته سترګواښ دی اوپه افغانستان کې به ترهغې نړیوال ځواکونه حضور ولري ترڅو چې دا مشترک ګواښ په ګده سره له منځه وړل شوی نه وي او دنړیوالو ځواکونو د وتلو تصمیم به په ګډه نیول کیږي.