شاته

بیزوګانو په هند کې د کروناویروس معاینات تښتولي

په هند کې د بیزوګانو یوې ډلې په یو روغتون باندې برید کړی دی او د وینو هغه نمونې یې خرابې کړي او تښتولي چې د کروناویروس لپاره له بیلابیلو کسانو اخیستل شوې وې.

دا پېښه نن جمعه مۍ۲۹ (غبرګولي۹) نوي ډیلي ته نژدې د میرت په سیمه کې شوې ده. چارواکي وايي چې دا کار د بېزوګانو په منځ کې د کروناویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې خپرو شویو ویدیوګانو کې لیدل کیږي چې یوه بیزو چې د وینو د معاینې یو بوتل یې په لاس کې ده، هڅه کوي خولې ته یې واچوي.

پولیس چارواکي وايي چې بیزوګانو د وینو معایناتو ته زیان نه دی رسولی او ټول معاینات یې بېرته ترلاسه کړي دي. په دغه کار سره د بېزوګانو په منځ کې د کروناویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي، خو پولیس وايي‌ داسې کومه خبره نشته.

پولیس وايي‌ چې په دغه سیمه کې بیزوګان تل له خلکو خوراکي مواد او د خلکو له لاسه تیلیفونونه تښتوي.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې کروناویروس په هند کې تر دې دمه څه باندې ۴۸۰۰ کسان مړه کړي‌ کړي او شاوخوا ۱۶۸زره نور په دغه ویروس اخته دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس کروناویروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۳۶۰زره انسانان مړه کړي او څه باندې ۵.۸ میلیون نور انسان په دغه ویروس اخته دي.