BBC
 شاته

له کورونا وبا سره موږکان ولې خطرناک شوي؟

Rat د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، کورونا وبا د موږکانو چلن بدل کړی

د کورونا وېروس مخنیوي له قرنطین سره د نړۍ په ډېری ښارونو کې د نورو کاروبارونو تر څنګ رستورانونه هم تړل شوي او یوه بله ستونزه ورسره دا ده چې موږکان د خوړو لپاره نوې لارې چارې لټوي او رویه یې بدله شوې.

په امریکا متحدو ایالتونو کې د ناروغیو کنټرول اداره (سي ډي سي) مسوولین وايي، په ځانګړې توګه په سوداګریزو سیمو کې د رستورانونو تړل کېدو له کبله د موږکانو لپاره هم د خوړو پاتې شوني نه شته او له همدې کبله لالهاند ګرځي.

دې لړ کې د امریکا ځینې ښارونو بېلګه د یادونې ده، چې پکې د رستورانونو، کلبونو او سیلانیانو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته موږکان له سوړو راووتل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وبا مخنیوي په پار د نیو اورلیانس کلبونه او رستورانونه تړلي دي.

د ناروغیو کنټرول دغه امریکايي اداره وايي، د چاپیریال پاک ساتلو او د موږکانو غیر عادي رویې د شکایت په صورت کې به زیات فعالیت او خدمتونو ته اړتیا پېښه شي.

د موږکانو مشهور امریکایی ماهر رابرټ کوریګن وايي، موږکان له انسانانو سره غرض نه کوي، خو په وینا یې د خوړو لټون پر مهال په خپل منځ کې اخته کېږي او یا په چاک او چولو پسې ګرځي او ودانیو او توکو ته زیان رسوي.

د بي بي سي برازیل څانګې سره خبرو کې نوموړی وايي، معانا یې دا هم نه ده، چې ګواکې دغه موږکان به له سره انسانان نه چیچي.

دا وروستیو میاشتو کې د قرنطین له کبله د نړۍ یو - درېیمه برخه خلک په کورونو کې دي، د خځلو او خوړو پاتې شونو لېږد رالېږد ورسره کم شوی، چې له کبله یې موږکانو ته هم خواړه نه رسېږي او یوه بل لور ته منډې وهي.

له دې مخکې په اپریل کې په برتانیا کې د خځنده وو د ماهرینو ټولنې خبرداری ورکړی و چې:

''د ښوونځیو، څښاک ځایونو، هوټلونو، سیلانیانو مرکزونو او د نورو عامه تاسیساتو تړل کېدل به ناوړه عواقب ولري او په تشو پاتې ودانیو کې به د خځنده وو نسل ډېر شي. ''

ښاغلی کوریګن چې په متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو کې د شرکتونو او روغتیا ادارو لپاره د موږکانو کنټرول برخه کې فعالیت کوي وايي:

''یو وږی موږک د نورو موږکانو لپاره ډېر خطرناک کېدای شي. په داسې حالت کې دوی پر یو بل حملې کوي او یو بل خوري. ''

ښاغلي کوریګن له دې مخکې له بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي، د لوږې په حالت کې موږکان داسې ځایونو ته هم مخه کوي، چې مخکې له سره نه ورتلل.

ماهرین وايي، موږکان د خوړو بویولو خورا زورور قوت لري او دې سره د خپلو کلکو غاښونو له لارې دیوالونو، دروازو او کړکیو کې سوري کولای شي او د انسانانو لپاره ناروغۍ هم لېږدوي.

Image caption د خوړو پاتې شونو له کمېدو سره موږکان وږي شوي

د موږکانو په تړاو ویل کېږي چې ۵۵ ډوله میکروبونه لېږدوي، خو تر اوسه یې د کوویډ - ۱۹ وېروس لېږدول نه دي ثابت شوي. دغه راز د برېښنايي مزو او ودانیزو لرګیو پرې کولو وړتیا هم لري چې د اور لګېدو سبب کېدای شي.

د موږکانو مخه څنګه نیول کېدای شي؟

غولي نه د نژدې سوړو بندول او په شاوخوا دیوالونو، چتونو، پایپ لاینونو یا ګوټونو کې داسې ځای نه پرېښودل چې موږکان پکې پټ شي، د مخنیوي یوه لاره ده. دغه راز د کورونو، استوګنځایونو پاک ساتل هم د موږکانو مخنیوي کې مرسته کوي.

ماهرین په سرتړلیو قوطیو کې د خوړو ساتلو توصیه هم کوي. کوریګن وايي، که بیا هم په کور کې موږکان ووینئ، مخنیوی یې ماهرینو ته پږېږدئ:

''که ناڅاپه په خپل استوګنځي کې د کورونا وبا پر مهال موږکان ووینئ، مخنیوی یې داسې چاره نه ده، چې خپله یې ترسره کړئ. ''