BBC
 شاته

پاکستان: پر یوې ممثلې د نورو ښځو برید، ویډیو یې لاس پر لاس کېږي

د انځور حقوق Uzmakhan/FB
Image caption عظمی خان پولیسو ته شکایت کړی دی

پاکستاني پولیس پر یوې مشهورې ممثلې د برید پېښې په تړاو د دریو ښځو په هکله پوښتنې ګروېږنې کوي.

د دغې پېښې په تړاو یوه ویډیو لاس پر لاس کېږي او خپله ممثلې عظمیٰ خان هم پولیسو سر رپوټ ثبت کړی دی.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې درې ښځې او لس- دوولس ساتونکي په لاهور کې د عظمیٰ خان کور ته ننوځي، دا او خور یې وهي، ټکوي او کور ته یې زیان رسوي.

خو په پاکستان کې د عظمیٰ خان له شهرت سره سره هم د دغې پېښې په تړاو په پاکستاني رسنیو کې په دې تړاو ډېر څه نه ترسترګو کېږي.

یو دلیل یې دا بلل کېږي چې له ادعاوو سره سم په پېښه کې دوې ښکېلې ښځې په پاکستان کې د ځمکو خورا لوی کاروباري سړي ملک ریاض لوڼه دي او رسنۍ د نوموړي کورنۍ په تړاو د رپوټونو له خپرولو ډډه کوي.

د جایدادونو دغه مشهور کاروباري په پېښه کې خپله ښکېلتیا رد کړې او په خبره یې (دغه ناوړه) پېښه کې ښکېل نه دی.

د ښاغلي ملک لوڼو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو یوې بلې ښځې چې په پولیس رپوټ کې یې نوم امینه عثمان ملک یاد شوی، په یوه بله ویډیو کې خبرې کړې.

نوموړې پر ممثله تور پورې کړی چې د دې له مېړه سره ناروا اړیکي لري. دغه پېښه د تېرې شنبې پر ورځ شوې.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې یوه ښځه له اغلې خانه له خپل مېړه ملک عثمان سره د اړیکو په هکله سختې پوښتنې کوي. دغه ښځې له خپلو ساتونکو سره وروسته اغلې خان او خور یې وهي، ټکوي او د کور توکو ته یې زیان اړوي.

د انځور حقوق UzmaKhan/Facebook

پولیسو وروسته د چهارشنبې پر ورځ وویل، چې د پېښې رپوټ یې ثبت کړی او پوښتنې ګروېږنې یې پیل کړې دي. د ملک عثمان په هکله ویل کېږي چې د ملک ریاض د زوم خپلوان دی.

پولیسو ته په وړاندې شوي شکایت کې ادعا شوې چې دوې نورې ښځې د ملک ریاض لوڼه دي چې امبر او پشمینه ملک نومېږي.

له پېښې وروسته په یوه بله ویډیو کې بیا عظمیٰ خان ادعا کوي چې دې او خور یې اعتکاف پای ته رسولی و، چې عثمان ملک ورته د اخترمبارکۍ لپاره زنګ وواهه او په وینا یې له هغه لږ وروسته یې ښځې او د دوی شخصي ساتونکي کورته ورسېدل.

پر خواله رسنیو بیا یو شمېر کاروونکو په دې تړاو پوښتنه راپورته کړې چې دې ښځو له عثمان ملکه د پوښتنې پر ځای له ممثلې عظمیٰ خان سره ولې زور زیاتی کړی؟

رسنۍ ولې پټه خوله دي؟

په ډېرو نورو هېوادونو کې ښايي دا ډول پېښې د خبرونو سرلیکونه شي، خو په پاکستان کې داسې نه کېږي.

د پاکستان مشهور جایداد لرونکي شخصیت ملک ریاض چې ادعا کېږي په پېښه کې د ښېکلو دوو ښځو پلار دی، ګواښ کړی د هغه چا خلاف به د بدنامولو قضیه کې محکمې ته عریضه وکړي، چې (په دغه ناوړه پېښه کې) یې د ښکېلولو هڅه وکړي.

له یو، دوو استثناوو پرته پاکستاني رسنۍ د دغې پېښې په هکله پټه خوله دي.