شاته

دحج اؤ عمرې پرېکړه به حالاتو ته په کتلو سره کولی شي،سعودي حکومت

دسعودي حکومت وایي په نړۍ کې د کرونا وایرس خوریدو له امله چې کوم وضعیت رامخې ته شوی هغې ته په کتو سره بلا دعمرې اؤ حج په هکله هیڅ رقم غوڅه پرېکړه نه ده شوې اؤ دحج اؤ عمرې دپاره به حالاتو ته پرله پسې کتنه روانه وي.

دسعودي عرب یوې خبري شبکې دحج د وزارت یو بیان د جمعې په ورځ خپور کړی چې هغې کې ویل شوي نړۍ کې دکرونا وایرس د وبا په ضعیت کې پوهان پرله پسې حالاتو ته کتنه کوي اؤ چې کله هم حالاتو کې ښه والی راشي نو حکومت به د حج اؤ عمرې په اړوند یوه غوره پرېکړه وکړي.

تر دې دمخه داپریل په میاشت کې دسعودي عرب دحج وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتن د کرونا وایرس له امله د رامنځته شوي بې باوره وضعیت په تناظر کې د نړۍ په مسلمانو غږ کړی ؤ چې باید د حج تیارۍ پریږدي.

هغه ویلي وؤ ویلي دکرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله د سعودي حکومت دخپلو وګړو اؤ د نړۍ دمسلمانانو روغتیا ته فکرمند دی.

سعودي عرب تیره ورځ د کرونا وایرس له امله پرځائ کړل شوي لاک ډاؤن یا دفعالیتونو بندیز کې دنرمښت اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ‌ د۳۱م مئ څخه به ټولو جوماتونو کې په باجماعت ډول د پینځه واړه وختونو دنمونځ اجازه ورکړل شي خو ویلي یې وؤ چې په مکه کې به ګرځ‌ بندیز پځائ وي.

همدا شان سعودي اعلان کړی چې تر ۲۰جون به له مکې پرته نورو ټولو ایالتونو کې په ګرځ بندیز یا کرفیو کې نرمښت وي اؤ د سحر شپږو نه تر ماسخوتن اتوؤ بجو به خلکو ته د ګرځېدو اؤ روزګار اجازه وي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د زیارت په ورځ هم سعودي کې دکرونا وایرس له امله ۱۶کسان مړه شوي دي.

تر دې مهاله سعودي کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره ۸۰زره اؤ ۱۸۵ته رسېدلې اؤ ۴۴۱کسان په دغه وایرس مړه شوي هم د