BBC
 شاته

پښتو ورځ،"د مبارکۍ تر څنګ نور باید څه وشي؟"

نن د مې ۲۹ مه ده چې "د پښتو ورځ" په توګه هم یادېږي او لمانځل کېږي. د تېرو کلونو پرتله اوس په پښتو ژبه کتابونه ډېر شوي، د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ په برخه کې هم پښتو په ښه کېدو ده، که څه هم په حکومتي برخو کې که کافي نه بلل کېږي، خو پام ورته ډېر شوی ښکاري.

په افغانستان او پښتونخوا کې یو شمېر خلک دغه ورځ نمانځي او پر خواله رسنیو یې په هکله پیغامونه خپروي. پر ټويټر د #پښتوورځ او #PashtoWraz هشټاګونه هم کارول شوي، چې خلک پرې د پښتو ژبې د ورځې نمانځنې په اړه خپل نظرونه شريک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر په خپل ټویټ کې ویلي:

"د پښتو ژبې د ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې د دې خوږې ژبې ويونکو ته مبارکي وايم. افغانستان د ډېرو خوږ ژبو کور دی. زموږ د ستر ملت هره ژبه زموږ د فرهنګ او تمدن په بډاينه خورا مهم رول لري."

وتلي سندرغاړي هارون باچا د پښتو ورځې د نمانځنې په پار په خپل پیغام کې د پښتون شاعر له دې ټپې پیل کړی:

''زما ذهن، زما فکر او سوچونو شاه سعوده-چې کرم راسره ته يې، چې رېبم راسره ته يې ''

نوموړي سپارښتنه کړې:

"راځئ دا نن ورځ چې "پښتو ورځ" نومول شوې، لږ تر لږه دا هو‌‌‌‌‌‌ډ وکړو چې پر ټولنيزو رسنيو به خپله خبره په همدې خپلې مورنۍ او خوږه ژبه ليکو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ بیا پر ټویټر کې د پښتو ورځ په مناسبت د ارواښاد سيف الرحمان سليم

دا شعر پرېښی دی:

"د جومات استاد عرب دی، په مکتب کې ‌‌‌‌‌‌ډيلي وال دی

يو استاذ راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ!"

د کوزې پښتونخوا د خواله رسنیو یوه کارونکي مولا خان امینزي بیا پر خپل ټویټر لیکلي، د پښتو ورځ د لمانځلو ترڅنګ په خپله خور، لور تعلیم هم مه هیروﺉ!

د انځور حقوق facebook

ده وړاندې لیکلي:

"بې ځایه غیرت مو قوم له سترو بدبختیو سره مخامخوي، په خور لور تعلیم وکړﺉ."

مقیم محسود په خپل ټویټري پیغام کې بیا پر خواله رسنیو د پښتو ژبې د ودې یو لامل، په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بهیر پیل ګڼي او لیکي:

" ټويټر او په فيسبوک به مخکې چا دومره په پښتو کې ليک نه کاوه، خو کله نه چې پي ټي اېم جوړ شو، ډېرو خلکو د پښتو ليک پیل کړ او ډېرو زده هم کړه."

د پښتو نړېواله ورځ څنګه ولمانځل شوه؟

په دولتي ادارو کې د پښتو ژبې کمښت خبریالان اندېښمن کړي

ليکوال او د باچا خان بنسټ او باچا خان ښوونځيو مشر خادم حسېن د پښتو ژبې د ورځې په اړه ليکلي:

"په مورنۍ ژبه خبرې کولو، ليکلو او لوستلو سره د فکر، تخليق او ابتکار لارې پرانېستلی کېږي."

دی وايي ښايي دا یو ستر لامل دی چې پښتانه یې په فکري توګه د افلاس ښکار کړي دي او دده په ټکو باچا خان بابا به ویل چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي، هغه قوم سپک شي.

ښاغلی حسین سپارښتنه کوي ، چې باید د پښتو کتابونه وپېرلی شي او ولوستل شي.

ټولنیز فعاله مریم امرخېله کوچۍ هم ورته نظر لري او وايي:

"پښتو ژبه د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې دوه کاله کې په شعوري توګه لر او بر خاوره کې دومره راژوندۍ کړه، چې پښتو تاریخ کې ساری یې کم وینم."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز بيا د پښتو په ورځ د حمزه بابا يو شعر له خلکو سره شريک کړى دى:"وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده-زه به جنت ته د پښتو سره ځم".

د پښتو ورځ هرکال د مې په ۲۹مه یا د غبرګولي په نهمه نمانځل کېږي او ویونکي سپارښتنه کوي چې په دولتي کچه باید ورته ډېره پاملرنه وشي.