ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک سره خواله رسنۍ په نښه کړې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د هغه پراخ قانوني خوندیتابه د محدودولو لپاره یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې خواله رسنۍ یې کاروي.
هغه تردې د مخه د هغو خواله رسنیو د بندولو خبرداری هم ورکړی چې د محافظه کارو د غږ پر خاموشولو یې تورنوي.
اوسنۍ لانجه هغه وخت رابرسېره شوه چې د سې شنبې په ورځ ټویټر کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر ټویټونو د "فکټ چېک" یا د رښتیا او درواغو د مالومولو نښان ولګاوه.
نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د دې فرمان د لاسلیک پر مهال وویل: "موږ نن دلته یو، چې د امریکا په تاریخ کې له ستر تاریخي خطر څخه چې د بیان ازادۍ ور سره مخ ده، دفاع وکړو، د خواله رسنیو د ګوتو په شمېر او ځواکمنې شبکې او شرکتونه په امریکا کې د خصوصي او عمومي اړیکو لویه برخه کنټرولوي."
د امریکا ولسمشر وویل، دا کمپنۍ "د اړیکو د ډېرې برخې د سانسور، محدودولو، ایډېټولو یا سمولو، شکل ور کولو، بدلولو او پټولو لپاره بې کمهاره ستر ځواک لري".
* د ټوېټر د بنسټګر عجیب او غریب ژوند
* ټوېټر پر هر ډول سیاسي اعلانونو بندیز لګوي
* د ټوېټر بنسټګر د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره یو میلیارد ډالر مرسته کوي
امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې حکومت تمه لري دا حکم به بالاخره د ټویټر او فیسبوک په ګډون د دغو شرکتونو پر چارو د لا ډېر څار او د نويو مقرراتو پلي کولو ته لار برابره کړي.
دا حکم د اصولو اجرایه ادارو ته دا امکان برابروي چې فسبوک او ټویټر په څېر شرکتونو کې د منځپانګې د څارلو لپاره قانوني ګام پورته کړي.
تمه کیږي دا فرمان له ننګونو سره مخ شي.
په دا مهال حقوقپوهان پر سترو ټیکنالوجیکو شبکو د دې امر پر پلي کولو هم شک لري.
دوی وايي د ټولنیزو شبکو لپاره د قانوني محافظت په اوسني اخیستون یا برداشت کې بدلون به یوازې د کانګرس یا محکمو په مداخلې سره ممکن وي.
فرمان څه وايي؟
د ښاغلي ټرمپ امر " اړیکو کې د سم چلن قانون" کې د ابهام لرې کولو هڅه کوي، چې په ځینو برخو کې یې فیسبوک، ټویټر او یوټیوب په څېر انلاین شرکتونو ته قانوني خوندیتوب ورکوي.
د دې قانون د ۲۳۰مادې پر بنسټ، ټولنیزې شبکې په بنسټیز ډول د هغې منځپانګې مسؤل نه دي چې کارونکي یې خپروي، خو د ښه نیت لپاره ځینې پوسټونه بندولی شي؛ لکه بدې، ازاروونکې او تاوتریخجنې صحنې لرې کړي.
د ولسمشر حکم وايي، دا قانوني خوندیتوب هغه وخت سم نه دی، چې یوه ټولنیزه شکبه د خپلو کارنو پوسټونه تصحیحوي یا سموي او په کانګرس کې د ۲۳۰مې مادې "لرې کول ویا بدلولو" لپاره د مصوبې غوښتنه کوي.
ښاغلي ټرمپ وویل، د عدلیې وزیر ویلیم بار به سملاسي پر هغه مسوده کار پیل کړي چې کانګریس ته به د تصویب لپاره وړاندې شي.
ټویټر دا امر"یوه مهم قانون سره دوه مخی او سیاسي چلند" بولي او زیاتوي، چې ۲۳۰مه ماده "په امریکا کې د بیان ازادي او نوښت ساتي او په ډیموکراټیکو ارزښتونو تکیه کوي."
ګوګل- چې د یوټیوب څښتن هم دی- ویلي دي، د ۲۳۰مې مادې بدلون"د امریکا اقتصاد او د انټرنیټ ازادۍ کې د هغې نړیوال مشرتابه زیان رسوي"
د فسبوک مشر مارک زاکربرګ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي د یوې خواله رسنۍ سانسورول د هغه حکومت مناسب ګام نه دی چې خپله سانسور ته اندېښمن وي.
هغه ویلي:"زه په کلکه باور لرم چې فیسبوک باید د هغو خبرو د سمون قاضي ونه اوسي چې خلک یې مجازي نړۍ کې کوي."