BBC
 شاته

پکتیا کې د ۱۴ افغان سرتېرو وژل کېدل

طالبان
Image caption پکتیا له ډیورنډ کرښې سره پروت ولایت دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسلوالو طالبانو بېګا پکتیا ولایت کې د افغان پوځ پر پوسته برید کړی چې له امله یې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي.

د دې وزارت بیان کې دا هم ویل شوي چې دې برید کې درې سرتېري ټپیان شوي هم دي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي.

‏وسلوال طالبان هم مني، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ مقبلو تنګي کې یې ۱۴ افغان سرتېري وژلي او یو ژوندی نیولی دی.

دوی دې برید ته "دفاعي حمله" نوم ور کړی او ویلي یې دي د افغان سرتېرو په نویو اچول شوو پوستو یې برید کړی دی.

دا د اختر تر درې ورځې اوربند وروسته پر افغان پوځ تر ټولو مرګونی برید دی.

په دا مهال غزني کې ځايي چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو د دغه ولایت پر دریو ولسوالیو بریدونه کړي، خو په شا تمبول شوي دي.

په دایکندي ولایت کې هم تېره شپه بریدونه شوي د والي ویانده سکینه احساني وایي چې په دې بریدونو کې یو پولیس زخمي او یو طالب هم وژل شوی دی.

دا بریدونه په داسې مهال دي چې وړمه ورځ په حکومت او طالبانو کې ځینې سرچینو بي بي سي ته وویل، د اختر اوربند به تر یوې اونۍ په نا اعلان شوې بڼه دوام وکړي.

تېر اختر کې اول وسلوالو طالبانو درې ورځې اوربند اعلان کړ چې په ځواب کې یې افغان حکومت هم ورته ګام پورته کړ.

وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوه زره طالب بندیانو د خوشي کولو خبره هم وکړه.

تر دې دمه زر طالب بندیان خوشي شوي او په بدل کې طالبانو اتیا حکومتي بندیان خوشي کړي دي.