شاته

ټرمپ ښايي چینايي زده کونکي له امریکا څخه وباسي

واشنګټن: د ټرمپ اداره ښايي ډېر ژر په زرګونو چینايي زده کونکي چې دا مهال د امریکا په پوهنتونونو کې زده کړې کوي له امریکا څخه وباسي.

همدارنګه ترمپ ښايي د واشنګټن او پېکنګ ترمنځ د سوداګریز روانې لانجې، کورونا وبا، بشري حقونو او د هانک کانګ د مسلې له امله په چینايي چارواکو باندې نور بندیزونه هم ولګوي.

ولسمشر ټرمپ وویل، د چین په اړه به یو اعلان د جمعې په ورځ وکړي او د ادارې چارواکو یې ویلي، دی د میاشتو راهیسې په هغه وړاندیز باندې غور کوي چې د چینايي زده کونکو ویزې چې په چین کې له تعلیمي ادارو سره تړاو لري کنسل کړي.

همدا ډول د ادارې چارواکو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط دا هم ویلي، چې ټرمپ په هانګ کانګ کې د چینايي چارواکو د کړنو له امله په هغوی باندې په یو شمېر سفري او مالي بندیزونو باندې غور کوي.

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبی په ورځ د کوېډ ۱۹ په اړه یوې جوړې شوې خبري غونډې ته له موضوع دباندې دا هم وویل، چې "مونږ به دا اعلانوو چې مونږ سبا ورځ له چین سره څه کوو. مونږ له چین څخه خوشحال نه یو. مونږ خوشحاله نه یو چې څ پېښ شول. ټوله نړۍ ځورېږي، ۱۸۶ هېوادونه. په ټوله نړۍ کې خلک ځورېږي. مونږ خوشحاله نه یو"

چینايي زده کونکو ته د ویزو د کنسل کېدو مسله د لومړي ځل لپاره د امریکا د معتبرې ورڅپاڼې نیویارک ټایمز لخوا خپره شوه او د امریکايي پوهنتونونو لخوا چې د همدې زده کونکو په پیسو باندې چلېږي مخالفت وښودل شو.‌

دغه پوهنتونونه او ساینسي ادارې وېرېږي چې د امریکا ددې کار په ځواب کې پېکنګ هم چین ته د دوی د زده کونکو په ورتګ باندې محدودیتونه ولګوي.

دغو اندېښنو ته په ځواب کې چارواکو ویلي، محدودیتونه به یواځې په هغو زده کونکو باندې ولګول شي له کومو چې د جاسوسۍ او د انټېلېکچول پراپرټۍ د غلاکولو ګواښ موجود دی.

خو چارواکو دا نه دي ویلي، چې په کوم شمېر چینايي زده کونکي به له امریکا څخه وېستل کېږي خو دومره یې ویلي، چې دا به په امریکا کې د چینايي زده کونکو یوه برخه وي.