شاته

بې پولې خبریالانو د وژل شوي‌ پاکستاني خبریال په اړه خپلواکې پلټنې غوښتي

واشنګټن: بې پولې خبریالانو (ار اس اف) په روانه اونۍ کې د وژل شوي پاکستاني خبریال د وژل کېدو په اړه چې پولیس یې د غیرت په نامه وژنه بولي د خپلواکو پلټنو غږ کړی.

د ار اس اف ویلي، د ذوالفقار مندراني د وژنې په برخه کې په هر سبب باندې شک کېدای شي.

ذوالفقار مندراني د کوېش او کوشش په نامه د سندي ژبې له ورځپاڼو سره کار کاوه. د هغه مړی د مې په ۲۶ نېټه د سېند ایالت په جنوب ختیځه برخه د دوداپور په ښار کې په داسې حال کې وموندل شو چې په سر باندې یې دوه ډزې ویشتل شوی و او په شا باندې یې د شکنجې نښې وې.

په همدې ورځ باندې په ګاونډي ښار لړکانې کې پولیسو د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ چې د ادعاو له مخې یې د مندراني وژل منلي او دا یې د عزت په نامه وژنه یاده کړې.

د ار اس اف په بیان کې راغلي دي، چې د مندراني پلار د مې میاشتې په ۲۸ نېټه له پولیسو سره خپل شکایت درج کړی په کوم کې چې د ګڼو مشکوکو کسانو یادونه شوې چې په هغو کې د پولیسو هغه افسر هم شامل دی کوم چې ویل شوي د نشي موادو له یو سیمیز کاروباري سره یې اړیکې درلودې.

د مندراني د پلار په وینا ځوی یې د نشي موادو د قاچاقو د فعالیتونو په اړه څړنې کولې او تر مرګ مخکې یې د مشکوکو کسانو لخوا د وژلو ګواښونه شوي وو.

ار اس اف ویلي، په پاکستان کې د غیرت د وژنې تر نامه لاندې وژونکي کولای شي له عدالت څخه ځان خلاص کړي.

مندراني دوهم خبریال شو چې په روان کال کې په سېند ایالت کې وژل کېږي.

تر ده مخکې د عزیز مېمون مړی چې هغه هم د کوېش خبري شبکې سره کار کاوه د هغه له خپل ښار مهراب پور سره په فیبرورۍ میاشت کې په یو کانال کې په داسې حال کې موندل شوی وو چې له مرۍ څخه یې مزي تاو شوي وو.

پاکستان د ار اس اف لخوا د نړۍ د بیان د ازادۍ په کتار کې د ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۴۵ ځای لري.