BBC
 شاته

برتانیا کې لومړنۍ محجبه قاضۍ

د انځور حقوق ST MARY'S CHAMBERS

رافیا ارشد د برتانیا یوه محکمه کې لومړنۍ محجبه مېرمن ده چې مرستیاله قاضۍ شوه.

مېرمن ارشد به د انګلنډ په میډلنډ قضايي حوزه کې د ګرځند محکمې د مرستیال قاضۍ په توګه چارې پر مخ بیايي.

نوموړې چې نتینګهم کې د سنټ مري چمبرز حقوقي موسسې غړې او وکیله ده د ګومارل کېدو لیک یې د میډلنډ سیمې د محکمې قاضي ته تېره اونۍ رسېدلی دی.

۴۰ کلنه رافیا ارشد وايي: "زه دې ګومارنې ته د شخصي بري په سترګه نه ګورم، دا له شخصي بري ډېر ستر دی".

د سنټ مري حقوقي دفترونو مشران وايي، رافیا ارشد د حقوقو برخه کې د مسلمانو مېرمنو د بري لپاره لار پرانستونکې ده.

مېرمن ارشد وايي، داسې احساسوي چې دا بری تر دې محدود نه دی، بلکې هغو ته الهام بښونکی دی، چې تېر کې هر څه و:

"ډېر وخت یې ونیو چې زه دې ځای ته ورسېدم، ډېره خوشاله یم، دا زما شخصي بری نه دی، دا بری د هغو ټولو د پام وړ دی چې متفاوته مخینه لري".

رافیا ارشد د کورنۍ لومړنۍ غړې ده چې پوهنتون ته تللې او وايي، د قضا په هکله یې د ډېرو کسانو کلیشه تصور مات کړی او نور یې هڅولي چې تل لوړ خیالونه ولري.

"دې ته اندېښنه مه کوئ چې څه ډول څېره لرئ او یا د نورو په څېر نه یاست.دا چوکاټونه مات کړئ او هغه څه وګټئ چې پسې یاست".

شود که مسئول انتصاب آنهاست. اعضای این کمیسیون را قضات و کارشناسان حقوقی برجسته تشکیل می دهند.

رافیا د درې بچیانو مور ده او له ۱۷ کلونو ډېر وخت را هیسې د کورنۍ حقوقو اړوند مسلو سره سروکار لري.

هغه ځان د خپل مېړه احسانمنه بولي چې د دې ملاتړ یې کړی او موخې ته د رسېدو شونتیا یې ورته برابره کړې ده.

رافیا ارشد په اسلام کې د کورنۍ د حقونو متخصصه ده او وايي، که څه هم قضايي دفتر او د ګومارنو کمېسون ډېره هڅه کوي، خو بیا هم د برتانیا عدلیه کې "تر ډېره رنګارنګي نشته".

برتانیا کې قاضیان تر ډېره له وکیلانو او حقوقپوهانو پېژندل کېږي او د ډېرې مخینې لرلو او ازمونیو کې له ګډون وروسته غوره کېږي.

ازموینه هم د قضايي ګومارنو خپلواک کمېسون په څارنه جوړېږي او د دې کمېسون غړي هم مخکښ قاضیان او حقوقپوهان دي.