شاته

د تهران پخوانی ښاروال د ایران د پارلمان مشر ټاکل شوی

واشنګټن: د ایران پارلمان محافظه کاره محمد باقر قالیباف د پارلمان د مشر په توګه ټاکلی.

د ایران دولتي ټي وي ویلي، ۵۸ کلنه قالیباف چې پخوا د تهران ښاروال وو نېږدې ټولې رایې ترلاسه کړي دي.

دی به د لاراجاني ځای نیسي څوک چې ۱۲ کال د ایران د پارلمان د مشر په توګه پاتې شوی.

قالیباف تر دې مخکې، د پولیسو د مشر او د ایران د انقلابي ګارد د غړي په توګه هم پاتې شوی.

نوموړي په ۲۰۰۵، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو کې د ولسمشرۍ لپاره ناکامه کمپاینونه هم کړي دي.