BBC
 شاته

کورونا وېروس: ملګرو ملتونو له بیوزله هېوادونو سره د مرستو غوښتنه کړې

د انځور حقوق Reuters

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ له بیوزله هېوادونو سره د کورونا وېروس د مبارزې لړ کې د پور مرستو غوښتنه کړې. نوموړی وايي:

''ډېر مخ پر ودې او ان د متوسط عاید لرونکي هېوادونه زیانمنیدای شي، له مخکې د پورونو په تړاو اندېښمن دي، یا د نړیوالې سوړ بازارۍ له کبله ډېر ژر له دغه حالت سره مخامیدای شي، له کورونا رغیدنه او ورسره مبارزه پیسو ته اړتیا لري او بدیل به یې لا ډېر لګښتونه ولري. ''

د ښاغلي ګوتیرڅ دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې یوه میاشت مخکې د جي ۲۰ سازمان غړو هېوادونو وویل، دوی چمتو دي د کال پاتې مودې لپاره د ۷۷ بیوزله هېوادونو دوه اړخیز پورونه لغو کړي.

د نړیوال بانک مشر ډېویډ مالپاس غونډې ته وویل، نژدې نیمايي هېوادونو دغه وړاندیز منلی خو په پورونو کې د اوږده مهال لپاره نرمښت ته اړتیا ده.

امریکا د نړۍ لومړی هېواد شو چې کورونا وېروس پکې یو لک کسان ووژل

کورونا وېروس: ډنمارک مینانو ته پولې پرانیځي او د نورې نړۍ حال

بل لور ته په نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۵۶ لکه ۹۱ زره کسانو ته رسېدلی دی. د دغې ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر له درې نیم لکه کسانو اوښتی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په امریکا متحدو ایالتونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر له یو لک تنو اوښتی او په ټولټال ۱۷ لکه کسانو کې د وېروس شتوالی تایید شوی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، په نیویارک کې د مړینې کچه کمه شوې، چې دغې ناروغۍ سخت ځپلی، خو یوه څېړنه ښيي چې په ۲۰ نورو ایالتونو کې بیا دغه کچه زیاته شوې ده. د دغه هېواد په نیویارک او لاس اینجلس ښارونو کې چارواکي وايي، د کورونا وېروس له خپریدو وروسته په دې ښارونو کې له اسیایانو سره د کرکې او تبعیض پېښې ډېرې شوې دي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملګرو ملتونو عمومني منشي له بیوزله هېوادونو سره د مرستې غوښتنه کړې

برازیل له دغې ناروغۍ ډېر اغېزمن دویم هېواد دی، چې د ناروغانو شمېر پکې له څلور لکه ۱۱ زره کسانو ډېر دی. په دغه هېواد کې ۲۵۵۹۸ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

بل لور ته په شمالي کوریا کې د سفري بندیزونو له کبله برتانیا په دغه هېواد کې خپل سفارت تړلی دی. د دغه هېواد لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، د دوشنبې له ورځې وروسته تر شپږو پورې کسان کولای شي، له کورونو بهر یو ځای شي.

د نوموړي په خبره له همدې دوشنبې وروسته به د نورو ماشومانو لپاره هم ښوونځي پرانیستل شي. نوموړی وايي:

''د ښوونځیو تړل کېدو له کبله ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي او تر ټولو زیات وروسته پاتې قشر اغېزمن شوی دی. ''

Image caption د برتانیا لومړی وزیر وايي، له دوشنبې شپږ کسان کولای شي له کورونو بهر سره وویني

د جون له ۱۵ وروسته به په متوسطه ښوونځیو کې هم مخامخ اړیکه پیل شي. په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا ایالت کې چې د کورونا مړینې له پلوه تر نورو صوبو ډېره اغېزمنه ده، اووه نور کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي او ۳۵۹ نوي ناروغان ثبت شوي دي.

صوبايي چارواکي وايي، د ټولو ثبت شویو ناروغانو شمېر چې درملنه یې روانه ده ۵۷۱۷ تنو ته رسېږي او د پنجشنبې پر ورځ ۶۱ ناروغان رغېدلي دي. په دغه صوبه کې د ټولټال ۸۸۴۲ ناروغانو له ډلې ۲۶۹۳ کسان رغېدلي او ۴۳۲ کسان د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. په ټول پاکستان کې بیا د ناروغانو شمېر له ۶۰ زره کسانو اوښتی چې د ناروغانو تر ټولو ډېر شمېر په سند ایالت کې دی. ۱۲۶۰ پاکستانیان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند سترې محکمې امر کړی چې کلیوالو سیمو د تلو لپاره د مسافرو مزدورانو کرایه باید حکومت ورکړي

د پاکستان په ګاونډي هند کې بیا سترې محکمې امر کړی، چې د هغو مسافرو مزدورانو کرایه باید حکومت ورکړي، چې د ناڅاپي قرنطین له کبله په لویو ښارونو کې ایسار پاتې شول. د سترې محکمې په امر کې دا هم ویل شوي، چې له لویو ښارونو خپلو کلیوالو سیمو ته پر لاره دې مسافرو مزدورانو ته باید اوبه او خواړه هم بې بیې د حکومت له لوري ورکړل شي.

د مې له لومړۍ نېټې راهیسې حکومت د لکونو مزداروانو رسولو لپاره ځانګړي ریل ګاډي پیل کړي، خو د مزدورانو شمېر ډېروالي له کبله دغه چاره له خنډ او ځنډ سره مخامخ بلل کېږي. د هندي رسنیو په رپوټونو کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې له ګڼې ګوڼې په دې ډکو ریل ګاډو کې یو شمېر مزدوران مړه شوي دي.

بل لور ته ریل مسوولان وايي، یو شمېر مړه شوي مزدوران له مخکې ناروغ وو.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګري ملتونه وايي، سږ کال د سیلانیانو شمېر کې ښايي تر اویا سلنې کموالی راشي.

د سیلګرۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ( یو این ډبیلو ټي او) خبرداری ورکړی چې سږ کال په سیلګرۍ کې تر ۷۰ سلنې پورې کموالی راتلای شي. د دغې ادارې مشر زوراب پولو لیکاشولي د جرمني له هېنډلز بلاټ سره مرکه کې ویلي، څه باندې یو میلیارد دندې له خطر سره مخامخ دي.

دغه اټکل د هغې مفروضې له مخې شوی، چې له اګست پیل سره به ټول هېوادونه بهرنیو سیلانیانو ته خپلې پولې پرانیزي. که څه هم په اروپا کې چې د سیلانیانو لوی مرکز بلل کېږي، ډېری هېوادونو پر پولو نرمښت پیل کړی، خو د برازیل په ګډون سویلي امریکا کې وېروس مخ پر ډېرېدو دی او تر اوسه معلومه نه ده چې کله به نړیوال سفري معمولات عادي حالت ته وګرځي.