شاته

دبندیانو دخلاصون پسر خبرو دپاره دطالبانو تخنیکي پلاوی کابل ته تللی دی

طالبانو دخپلو بندیانو دخلاصون دپاره خپل یو تخنیکي پلاوی کابل ته استولی چې دغلته به اړونده چارواکو سره دطالب بندیانو دخلاصون په اړه خبرې اترې وکړي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ په ټوئټر کابل ته دطالب پلاوي دلیږل کیدو خبره منلې ده اؤ لیکلي یې دي چې دغه پینځه کسیز تخنیکي پلاوی دبندیانو دخلاصون په مقصد دهغوئ د تصدیق اؤ تثبیت برخه کې دبندیانو ستونزو ته رسېدګي کوي.

دافغانستان دملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم کابل ته دطالبانو د پلاوي د ورتګ پخلی کړی اؤ امریکا غږ ته یې ویلي چې دطالبانو تخنیکي پلاوی به دافغان دولت د تخنیکي پلاوي سره د بندیانو دخلاصون په اړوند په تخنیکي موضوعاتو خبرې اترې کوي.

په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ چې په دغه تړون کې راغلي افغان دولت به د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې کوي اؤ طالبان به هم ددې په مقابل کې دافغان دولت زر تنه بندیان له زندانونو خلاصوي.

خو داپریل په اوومه دطالبانو اؤ افغان دولت د تخنیکي ډلو ترمنځ د بندیانو دخلاصون په اړه مذاکرات وورسته له هغې بې نتیجې پائ ته رسېدلي وؤ چې طالبانو دغه خبرې اترې بې ګټې بللې وې اؤ دمزید مذاکراتو څخه یې انکار کړي ؤ.

طالبانو دریځ خپل کړی ؤ چې افغان دولت دبندیانو په خلاصون کې دځنډ اؤ بهانو څخه کار اخلي خو افغان دولت ویلي وؤ طالبان دخپلو هاغو ۱۵کمانډرانو په خوشې کولو ټینګار کوي چې په سترو بریدونو،چاودنو اؤ دبېګناه خلکو په وژنو کې ککړ دي.

په دې وروستیو کې چې افغان ولسمشر دطالب بندیانو دخوشې کولو دلړۍ چټک کولو اعلان کړی طالبانو ددغه اعلان ستائنه کړی اؤ خپل پلاوی یې یو ځل بیا کابل ته لیږلی ترڅو افغان دولتي پلاوي سره د بندیانو دخوشې کولو په اړوند ودرول شوې خبرې بیا دسره پیل کړي.