شاته

د بندیانو خوشې کول؛ د طالبانو یو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته تللی

ټاکل شوې چې له شاوخوا دوه میاشتې وروسته د افغانستان د دولت او د طالبانو تخنیکي ډلو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو په تړاو تخنیکي بحثونه بېرته په کابل کې پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۸مه (غبرګولي اتمه) امریکا غږ ته وویل چې د دغو بحثونو د بېرته پیلېدو لپاره د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته رسېدلې ده.

ښاغلي فیصل زیاته کړه: "دا يو كوچنى تخنيكي ټیم دی، چي د دواړو خواوو د زندانیانو د خلاصون اړوندو تخنیکي موضوعاتو باندې د دولت له تخنیکي ټیم سره بحث لپاره کابل ته راغلی دی".

ښاغلي فیضل په دې اړه چې د طالبانو دغې ډلې څه وخت کابل ته سفر کړی څه ونه‌ویل او طالبانو هم تر اوسه کابل ته د خپلې تخنیکي ډلې د استولو په اړه څه نه دي ویلي.

د دواړو تخنیکي ډلو ترمنځ خبرې د روان عیسوي کال د اپریل په اومه وروسته له هغې ودرول شوې چې طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو په تړاو تخنیکي بحثونه بې‌ګټې وبلل، خو افغان حکومت وویل چې طالبان پلمې کوي او د ۱۵ طالب قوماندانو پر خوشې کولو ټینګار لري.

له دغو اختلافاتو سربېره د دواړو لورو له خوا د زندانیانو د خوشې کولو بهیر دوام درلود او افغان حکومت د کوچني اختر په درېیمه په یو بې‌ساري اقدام کې د طالبانو نژدې ۹۰۰ بندیان له زندان څخه آزاد کړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې د غه شمېر بندیان د افغان دولت له خوا د سولي هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره خوشې شوي.

افغان حکومت د امریکا – طالبانو ترمنځ د روان کال د فبروري په ۲۹مه د سولې د تړون له لاسلیک وروسته تر اوسه ۲۰۰۰ طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.

طالبانو هم په دې موده کې له ۱۷۰ څخه زیات بندیان خوشې کړي چې د دغې ډلې په وینا ټول یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین دي خو د افغانستان د ملي شورا ویلي چې په دغو کسانو کې ۱۰۵ تنه یې افغان سرتیري دي.

د دوحې د تړون په اساس د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو ډله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۰۰۰ تنه منسوبین له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي.