شاته

جرمني کې د اسلامي مرکزونو لپاره امنیتي تدابیر زیاتیږي

د جرمني د درسدن په ښار کې د دوه چاودونو نه وروسته پولیسو د اسلامي ادارو لپاره امنیتي تدابیر زیات کړیدي. یوه چاودنه په یو جومات او بله چاودنه په هغه مرکز کې وشوه چې نړیوال کنفرانسونه پکې جوړیږي.

په جومات کې چاودنه پداسې حال کې وشوه چې ملا امام د خپلې میرمنې او زامنو سره دننه په جومات کې و. په چاودنې کې څوک ژوبل شوي ندي.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ندي ویلي چې دا چاودنې یې کړیدي خو د درسدن د پولیسو مشر ویلي دي چې ښایي دا برید د "تبعیض" پر اساس شوی وي.

د پولیسو مشر هورست کریتز شمار ویلي دي چې په درې اسلامي مرکزونو کې به په "عاجله توګه امنیتي تدابیر ونیول شي. "

ښاغلي کریتز شمار همدارنګه ویلي دي هغه فکر کوي چې دغه چاودنې د ختیځ او لویدیځ جرمني د یو ځای کیدو د کالیزې د لمانځلو د جشن سره تړاو لري چې تمه کیږي راتلونکې اوونۍ به ولمانځل شي.

په همدې حال کې د هغه جومات مؤسس چې چاودنه پکې شویده وایي چې پخوا هم د هغوي د "جومات ښیښې ماتې شوې وې، په دیوالونو یې د کرکې نه ډکې لیکنې شوې دي خو دا لومړی ځل دی چې په جومات کې چاودنه کیږي."

تیر کال جرمني ته شاوخوا یو ملیون پناغوښتونکي ورغلي دي چې اکثره یې مسلمانان دي. دغه کار د جرمني په ختیځه برخه کې د خلکو تر منځ ټولنیزې ستونزې پیدا کړیدي.

د " پګیدا" په نامه د اسلام ضد ډله تقریباً هره اونۍ د مهاجرینو او مسلمانانو په خلاف مظاهرې کوي چې زرګونه خلک پکې برخه اخلي. اکثره وخت د دې ډلې او مهاجرینو تر منځ جګړې هم کیږي.

د "جرمني بدیل ګوند" چې وایي اسلام د جرمني د اساسي قانون سره نه جوړیږي، په جومات کې دغه چاودنه یې غندلې ده. د ګوند مرستیال فراکي پیټري ویلي دي په هغې ودانۍ برید "وحشیانه" عمل دی چې خلک پکې د خدای عبادت کوي که هغه کلیسا، جومات او یا د یهودانو معبد وي.

په همدې حال کې د جرمني د مالیې وزیر ولفګانګ شویبله د اسلام په هکله په یو کنفرانس کې چې پرون د سه شنبې په ورځ جوړ شوی و، پدې ټینګار وکړ چې "اسلام د جرمني پورې اړه لري. "

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل هم دغه نظر په 2015 کال کې مخکې لدې چې د اسلام ضد مظاهرې وشې، څرګند کړی و.