شاته

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته نېږدې شوی

واشنګټن: د امریکا او ناټو چارواکو ویلي، له طالبانو سره د شوي تړون له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته له ټاکلې نېټې څخه مخکې د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې هم نږدې شوی دی.

له طالبانو سره د امریکا د تېرې فېبرورۍ میاشتې د شوي تړون له مخې چې افغان حکومت پکې ګډون نه درلود، امریکا ژمنه کړې وه چې د جولای تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړي او که حالات سم وو نو د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې به په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

په کابل کې دوو لوړ پوړو سرچینو ویلي، داسې ښکاري چې ۸۶۰۰ ته د امریکايي سرتېرو د کمېدلو هدف ښايي د جون په لومړیو کې ترلاسه شي.

دغه دوو جګ پوړو امریکايي چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري رسنۍ ته ویلي، چې امریکا د سرتېرو د کمېدو په برخه کې د ۸۶۰۰ هدف ته نږدې شوي او کېدای شي په راتلونکو ورځو کې ورته ورسېږي.

یو له دغو چارواکو ویلي، "د کوېډ ۱۹ په اړه اندېښنو مونږ ټاکل شوي هدف ته له اټکل زیات په تېزۍ سره روان یو."

بل امریکايي چارواکي ویلي،‌ امریکا د غیر ضروري کسانو د ویستلو مسلې ته پام اړولی او دا هغه کسان دي چې د کورونا وایرس له ډېر ګواښ سره مخ دي.

څلور واړه پوښتل شویو سرچینو څخه چې په دې اړه پوښتنې شوي ویلي، چې د مسلې د حساسیت له امله دې د هغوی نومونه نه ښودل کېږي.

سي ان ان تېره میاشت راپور ورکړی وو چې امریکا په افغانستان کې تر لسو زرو لږ سرتیري لري او د ټرمپ د ادارې لخوا ورکړل شوي مهال ویش څخه مخکې دي.