شاته

فضا ته د امریکايي بېړۍ لېږل د خرابې هوا له امله وځنډېدل

واشنګټن: د امریکا دوه ستور مځلي (اسټروناټس) رابړټ بېنکن او ډګلس هرلي د شورو یا چهارشنبې په ورځ د سپېس اکس په نامه په یوې فضايي بیړۍ کې کښېناستل تر څو نړیوال فضايي سټیشن ته سفر پیل کړي خو په فلورېډا کې خرابې هوا د دوی د بیړۍ د توغولو مخه ونیوله.

دواړه ستور مځلي فضا ته د بیړۍ (راکټ) له توغېدو دوه ساعته مخکې په خپلو څوکیو کښېناستل تر د شورو یا چهارشنبې په ماسپښین بیړۍ والوځي.

د امریکا د فضايي ادارې یا ناسا چارواکو هیله څرګنده کړې چې فضا ته د یادې بیړۍ د ورتګ چارې به د راتلونکې شنبې یا خالي‌ په ورځ ترسره شي.‌

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ کېنېډي فضايي مرکز ته چې دغه بیړۍ ورڅخه الوتله هم ورغلی وو.

دا د حکومت او د سپېس اکس په نامه د یوې شخصي کمپنۍ ترمنځ یوه ګډه پروژه وه او د ۲۰۱۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د امریکا له خاورې یوه بیړۍ نړیوال فضايي سټیشن ته تلله.

د امریکا حکومت سپېس اکس کمپنۍ ته درې بیلینه ډالره ورکړي وو تر څو د کریو ډرګن په نامه دغه بیړۍ جوړه او وازمايي.

د سپېس اکس اداري مشر ایلان مسک د ناسا لخوا په روانې ژوندۍ تلویزیوني خپرونه کې وویل، "دا یو خوب دی چې پوره کېږي هم زما او هم د هر هغه کس لپاره چې په سپېس اکس کې کار کوي. ما هېڅکله فکر نه کاوه چې دا دې وشي کله چې ما په ۲۰۰۲ کال کې سپېس اکس کمپنۍ پیل کړه. ما په رښتیا هم دا فکر نه کاوه چې دا ورځ به راځي"

کچېرې ددغې فضايي بیړۍ الوتنه شوې وای نو په ۱۹ ساعتونو کې به نړیوال فضايي سټېشن (انټرنشنل سپېس سټېشن) ته رسېدلې وه.