شاته

ټرمپ ټولنیزو شبکو ته خبرداری ورکړ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۷) ټولنیزې شبکې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په چارو کې په لاسوهنه تورنې کړې او خبرداری یې ورکړ چې دغه شبکې به منظمې او یا له کاره وغورځوي.

پوره یوه ورځ مخکې ټویټر د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د پستې له لارې د رای ورکولو په هکله د ښاغلي ټرمپ یو ټویټ په پای کې یو معلوماتي لینک ور زیات کړ او د جمهور رئیس د ټویټ په اړه یې د اضافي معلوماتو لوستلو ته زمینه برابره کړه.

ښاغلي ټرمپ پدې ټویټ کې ادعا کړې چې د پست له لارې د رایو د استونې په صورت کې ښایي د پستې صندقونه غلا، د رایو پاڼې جعل، چاپ او حتی په تقلبي توګه لاس لیک شي.

ټویټر همداشان د ښاغلي ټرمپ پدې ټویټ کې دا ټکی زیات کړ چې "د پستي رایو په اړه حقایق ترلاسه کړئ" او پدې توګه یې د ټویټر کارونکي د ښاغلي ټرمپ ددې ادعا په اړه خبري مطالبو ته رهنمایي کړل.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د مدارکو د وړاندې کولو پرته په دوو پرله پسې ټویټونو کې ټینګار وکړ چې د پستې له لارې رای ورکول د درغلیو، جعلکاریو او د رایو د غلا کیدو زمینه برابروي.

هغه په یو ټویټ کې لیکلي: "جمهوري غوښتونکي دا حس کوي چې ټولنیزې رسنۍ په بشپړه توګه د محافظه‌کارانو غږ چپ کوي. مونږ به په قوي توګه هغوي تنظیم او یا بندې کړو".

د ټویټر او فیسبوک چلوونکو تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د وروستي خبرداري په اړه غبرګون ندی ښودلی، خو د جمهور رئیس د ټویټ وروسته ددغو شرکتونو اسهام غورځیدلي دي.

۸۰ میلیون کسان جمهور رئیس ټرمپ په ټویټر کې تعقیبوي او ددې سربیره د ۵۲ زره ټویټونو په کولو سره په ټویټر کې د نړۍ د فعالو مشرانو څخه دی. هغه خپل زیات شمیر مهم تصمیمونه د ټویټر له لارې اعلان کړي.

د ټویټر شبکه په وروستیو کلونو کې تل تر انتقاد لاندې ده چې ولې د دونالد ټرمپ له ټویټر څخه د "ناسمو معلوماتو" د خپریدو په وړاندې چپ پاتې ده او اقدام نکوي.