BBC
 شاته

کورونا وېروس: ایبټ اباد کې ۲۸ روغتیا پالان پر کورونا اخته شوي

Image caption ډاکترانو له حکومته غوښتي چې د روغتیا نړیوال سازمان له پروټوکول سره سم باید روغتون د دوو اونیو لپاره وتړل شي

په داسې حال کې چې نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه میلیونه پنځه لکه او ۸۹ زره کسانو اوښتی دی، د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه نژدې درې نیم لکه کسان مړه شوي دي.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا صوبې په ایبټ اباد سیمه کې د ډسټرکټ یا ولسوالۍ مرکزي روغتون ۲۸ روغتیا پالان پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي دي.

د ډاکترانو صوبايي ټولنې ویاند ډاکټر سلیم خان یوسفزی وايي، روغتون کې د خوندیتوب الات او تجهیزات لږ دي او د دوی وړاندیزونه نه دي منل شوي، چې په وینا یې له کبله یې د روغتیا پالانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

نوموړي له حکومته غوښتي چې د روغتیا نړیوال سازمان له پروټوکول سره سم باید روغتون د دوو اونیو لپاره وتړل شي او د ټولو کارکوونکو له معاینې وروسته بېرته پرانیستل شي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ۲۲۴ نویو ناروغانو له تایید وروسته په ټوله صوبه کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ۸۴۸۳ تنو ته رسېدلی دی.

د انځور حقوق Getty Images

د صوبې روغتيايي چارواکي وايي، د دغې ناروغۍ له کبله د نهه نورو کسانو له مړینې وروسته د ټولو مړو کسانو شمېر ۴۲۵ تنو ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ ناروغان رغېدلي دي، چې ورسره په صوبه کې له کورونا د رغېدلو کسانو شمېر ۲۶۳۲ تنو ته رسېدلی.

کورونا وېروس: ډنمارک مینانو ته پولې پرانیزي او د نورې نړۍ حال

کورونا؛ د اتریش ولسمشر د ګرځبندیز ماتولو له امله بښنه وغوښته

د روغتیا نړیوال سازمان په ورته مهال د خوندیتوب اندېښنو له کبله د هایډروکسي کلوروکین نومي درمل ازموینه ځنډولې، چې د کوویډ - ۱۹ احتمالي درملنه بلل کېده.

بل لور ته ویل کېږي پر هغه ورځ چې په روسیه کې د کورونا تر ټولو ډېرو ناروغانو نومونه ثبت شول، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، په روسیه کې د کورونا اوج وخت تېر شوی دی.

بل لور ته اروپايي ټولنې په سیمه کې له وبا وروسته د بیارغوونې چارو لپاره د ۷۵۰ میلیاردو یورو بودیجه وړاندیز کړې ده.

له دغې بودیجې به غړو هېوادونو ته مرسته او پور ورکول کېږي. د ۲۷ هېوادونو دغه بلاک کې هر هېواد د کورونا مخنیوي لپاره د قرنطین له کبله اغېزمن شوی او د بلاک یو شمېر سویلي هېوادونه له مخکې تر درنو پورونو لاندې دي.

د انځور حقوق European Parliament
Image caption د اروپايي ټولنې مشره ارسلا فونډرلین باید د بودیجې منظورولو لپاره د دې هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

د اتریش، ډنمارک، سویډن او هالنډ په ګډون یو شمېر غړي هېوادونه بیا د نورو پور پر غاړه اخیستو پلوي نه دي.

د دې هېوادونو چارواکي غواړي غړو هېوادونو ته د نغدو پیسو پر ځای باید د کم سود بدل کې پیسې ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې مشره ارسلا فونډرلین باید د بودیجې منظورولو لپاره د دې هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

نوموړې په دې تړاو خپل پیغام کې وايي،. د اروپايي ټولنې لپاره مهمه ګړۍ رارسېدلې او دوی باید پرېکړه وکړي چې هر هېواد پر خپله لار ځي او که له ستونزمن حالته د وتلو لپاره په ګډه مبارزه کوي.