شاته

مودي په اسلام اباد کې د سارک په غونډې کې گډون نه کوي

هند اعلان کړیدی چې صدراعظم نریندر مودي به راتلونکي میاشت په اسلام اباد کې په سیمه ایزه غونډه کې گډون ونکړي.

د هند د بهرنو چارو وزرات په یوې بیانیې کې وئیلي دي چې په سرحد باندې د ورستیو نښتو او د هند په داخلي چارو کې د پاکستان د مداخلې نه ورسته هغوي دا پریکړه کړیده چې د نومبر د میاشتې د سارک یعني د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې په غونډی کې به گډون ونکړي.

د هند چارواکي وایي چې دغه پریکړه یې د پاکستان سره په گډ سرحد د ورستیو نښتو نه ورسته کړیده.

د هند حکومت دغه پریکړه څو ورځې ورسته د هغې نه کړیده چې صدراعظم مودي وئیلي وو چې په نړیواله توگه به پاکستان گوښه کړي. هغه دغه وینا په هندي کشمیر کې د پوځ په یوې اډې باندې د حملې نه ورسته، چې پکي ١٨ تنه پوځیان ووژل شول کړیده.

د دواړو گاونډيو ملکونو تر منځ تعلقات د هغې نه ورسته خراب شوي دي چې هند د دغې حملې تور په پاکستان کې په میشتو ترهگرو واچوو. اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وایي چې دغه حمله په کشمیر کې د څو میاشتو د روان تشنج نتیجه کیدای شي.

په دغه بیانیې کې دا هم لیکل شویدي چې نور گډون کونکي ملکونو هم د دغې غونډې په هکله اندیښنې څرگندي کړیدي. خو دا یې نه ده تشریح کړی چې کوم ملکونو دغه اندیښنې څرگندي کړي او د هغې علت څه دی.

خو کیدای شي چې د هند هدف افغانستان او بنگله دیش وي. ځکه دغه دواړو ملکونو په پرله پسې توگه په پاکستان انتقادونه کوي چې د ترهگرو ملاتړ کوي خو دغو دواړو ملکونو په ډاگه څه نه دي وئیلي.

پاکستان د هند دغې بیانیې ته په ځواب کې وئیلي دي چې د هغوي دغه لگیدلي الزامانو ټول دروغ دي او د کشمیر مسئله په نړیواله کچه پیژندل شوي مسئله ده.