شاته

اروپایي ټولنه په افغانستان کې په تلپاتې اوربند ټینګار کوي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو د اختر درې ورځنی اوربند د سولې په وړاندې یو هیله بخښوونکی ګام بللی او د ښکېلو اړخونو ترمنځ یې د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې ده.

هغوی دا ډول اقدامات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کېدو او سولې ته رسېدو په برخه کې مهم بللي دي.

د اروپايي ټولنې سفیرانو زیاته کړې چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د دواړو اړخونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کېدو لامل شي. دوی وایي چې د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت باید ضایع نشي.

د اروپایي ټولنې د سفیرانو په اعلامیه کې راغلي: "موږ له ښکېلو اړخونو څخه غواړو چې بېله ځنډه د تلپاتې او بشر دوستانه اوربند په اړه چې د ملګر ملتونو غوښتنه هم ده او نړیوالې ټولنې هم د دغه وړاندیز ملاتړ کړی دی، توافق ته سره ورسیږي."

د اروپايي ټولنې سفیرانو د افغان حکومت لخوا د سلګونو طالب بندیانو د ازادولو هر کلی کړی او له وسله والو طالبانو څخه یې هم غوښتي چې د افغان حکومت د زندانیانو خلاصولو په اړه پر خپلې ژمنې هم عمل وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د بین الافغاني خبرو پیلولو د ځنډولو په اړه نور هیڅ دلایل شتون نه لري.

د اروپايي ټولنې سفیران وايي چې افغان حکومت د بین الافغاني خبرو په اړه خپل چمتووالی ښودلی چې په وینا یې طالبان هم باید د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته چمتووالی وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د کوچني اختر په شپه په افغانستان کې د اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې تر هغه څو ساعتونه وروسته ولسمشر غني هم افغان ځواکونو ته امر وکړ چې اوربند مراعت کړي.

ولسمشرغني تر هغه وروسته د ښه نیت او سولې بهیر کې د پرمختګ په هدف د حکومت له زندانونو څخه د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو امر وکړ چې یوازې ۹۰۰ تنه یې تیره ورځ د پلچرخي زندان په ګډون د هیواد د نورو ولایتونو له زندانونو څخه هم ازاد شول.

په ورته وخت کې جرمني، ناروې، اندونیزیا، ازبکستان او قطر هیوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند هر کلي ترڅنګ ویلي چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو په هدف باید مهم ګامونه واخیستل شي.

د یادو هیوادونو په لیک کې ویل شوي:"موږ له لوریو غواړو چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې داسې ګامونه واخلي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل او په نهایت کې د بحران د پایته رسېدو او په افغانستان کې د سولې د تامین لامل شي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن چهارشنبه مې۲۷(غبرګولې۷

۹ امریکا غږ ته وویل، که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر درې ورځني اوربند وخت «مهلت» پای ته رسېدلی، خو تر دا مهاله د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښته نه ده رامنځته شوې.

د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هیوادونو هم په اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند ټینګېد هر کلی کړی دی.