شاته

رئیس احمدزی: بنګلدېش سره دویمې لوبې ته به ځیني لوبغاړي بدل شي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وايي چې شاید له بنګلدېش سره د چهارشنبې د ورځې په لوبې کې په افغان لوبډلې کې ځینې تغیرات راشي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وايي چې شاید له بنګلدېش سره د چهارشنبې د ورځې په لوبې کې په افغان لوبډلې کې ځینې تغیرات راشي. خو نور معلومات یې ورنکړل.رئیس احمدزی: بنګلدېش سره دویمې لوبې ته لوبډله کې تغیرات راولو

مګر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې غړي کریم صادق امریکا غږ اشنا ته وویل چې که تغیرات راځي باید د نوین الحق پر ځای فرید ملک او د کپتان اصغر پر ځای نوروز منګل لوبډلې ته راشي.

رئیس احمدزي له بنګلدېش نه د امریکا غږ اشنا سپورټ اونیزې خپرونې ته وویل چې له تېرې ماتې يې زده کړه کړې او دویمه لوبه به د اولې په څېر نه وي.

نوموړي همدغه راز په مهم وخت کې د محمد نبي او اصغر ستانکزي سوځېدل د اولې ماتې مهم علت وبلل.

افغانستان له بنګلدېش سره د دریو نړیوالو سیالیو سیریز لري، چې لومړۍ یې وبایلله، دویمه یې د چهارشنبې په ورځ ده، خو درېیمه یې د اکتوبر په لومړۍ نېټه ده.

ښاغلي احمدزي وویل چې بنګلدېش د افغانستان له لوري له سخت فشار سره مخامخ دی او شاید همدغه فشار پرې منفي تاثیر ولري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.