شاته

د کروناویروس تر څنګ زکام امریکایانو ته یوه بله لویه ستونزه

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره ده، د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکتونه سر له اوسه د زکام ضد واکسینونو جوړولو ته ملا تړلې ده.

په امریکا کې هرکال د اکتوبر په میاشت کې د زکام ضد د واکسین کولو پروګرام او فصل پيلیږي او میلیونونه انسانان دا واکسین کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د نارغیو د کنترول او مخنیوي مرکز وايي چې زکام د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ په فصل کې په امریکا کې ۶۲۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

داسې ښکاري چې د کروناویروس د وبا په منځ کې به زکام د امریکایانو لپاره یو بل لوی خطر وي.

په امریکا کې د درمل جوړولو لوی شرکت سي وي اس وایي‌ دوی وار دمخه ترتیبات نیولي د‌ي چې په زکام اخته ټولو کسانو ته کافي واکسینونه برابر کړي.

رویټرز خبري اژانس وایي د درملو جوړولو نورو سترو شرکتونو هم سږکال د کروناویروس د ویرې له کبله ډېر واکسین برابروي.

د رایټ ایډ کورپ درمل جوړولو شرکت وايي‌ چې سږکال د نورو کلونو خلاف د زکام ضد ۴۰سلنه زیات واکسین برابروي.

د والمارت او والګرین شرکتونو هم ویلي دي چې سږکال به د انفلونزا واکسین تقاضا زیاته وي‌ او دوی دا واکسین زیات تولیدوي.

د ناروغیو د مخنیوي او کنترول د مرکز مشر رابرت ریډفیلډ وايي شاید کوویډ۱۹ او زکام په ګډه امریکایانو ته تر هغه ډېر تلفات واړوي چې کروناویروس په لومړیو میاشتو کې اړولي وو.

د روغتیا د برخې ځینې متخصصین ټېنګار کوي چې په امریکا کې باید داسې لارې چارې ولټول شي چې ټولو خلکو ته د زکام واکسین ورسول شي. ځکه چې په کروناویروس د اخته کېدو له ویرې خلک په آسانه روغتون ته نه ځي.

د درملو جوړولو شرکتونو تېرکال د زکام ضد ۱۷۰ میلیون واکسینونونه جوړ کړي وو، د زکام له کبله په امریکا کې ۷۴۰۰۰۰ انسانان بستر شوي وو او ۶۲۰۰۰ نور مړه شوي وو.

په متحدو ایالتونو کې معمولآ د زکام واکسین د صحي بیمې برخه وي او یو شمېر نور کلینینکونه یې وړیا کوي، خو ځینو کلینیکونو بیا د زکام واکسین په ۴۰ډالرو کاوه او ۶.۸ میلیارد ډالر په دغه واکسین لګول شوي وو.

د ناروغیو د مخنیوي‌ اوکنترول مرکز وايي چې د ماشومانو لپاره یې د زکام په واکسین کې تخفیف اخیستی دی.

له دې هر څه سره سره داسې اندېښنې شته چې د کروناویروس د وبا په منځ کې د زکام د موسم پیلېدل به امریکا ته یوه بله لویه ستونزه وي.

تراوسه د کروناویروس ضد واکسین جوړ شوی نه دی، خو په اړه یې هڅې ګړندۍ شوي دي.

کروناویروس چې په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو،‌ تر دې دمه یې په امریکا کې څه باندې ۹۸۲۰۰ کسان مړه کړي او شاوخوا ۱.۶ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.