شاته

خادم: د طالب بندیانو په ۵۰۰۰ کسیز لست کې ځیني کسان طالبان نه وو

د افغانستان حکومت نن سه ‌شنبه د مۍ په ۲۶مه (غبرګولي شپږمه) په نولسو ولایتونو کې لږترلږه ۹۰۰ طالب بندیان له زندان څخه آزاد کړل.

دا شمیر بندیان د اختر په ورځو کې د اوربند له اعلان څخه وروسته تر ټولو زیات شمیر بندیان دي چې خوشې کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دفتر کې د سولې او ملکي تلفاتو د خوندیتوب مشر انتظار خادم وايي د طالبانو د لست له مخې هغه کسان له زندان څخه خوشې کیږي چې د ولسمشر غني فرمان سره مطابقت ولري او له قانون سره په ټکر کې نه وي.

ښاغلی خادم وايي: "لومړی اصل خو دا وو موږ هغه طالبان خلاص کړو چې د طالبانو په ۵۰۰۰ کسیز لست کې وي، د طالبانو رهبرۍ هم په دې باندې اعتراف وکړ چې په دغه لست کې خیني داسې کسان هم شامل وو چې هغه طالبان نه وو، یعنی د نورو ډلو پورې تړلي وو او هغوی مشکل درلود."

ښاغلی خادم وايي چې دا ځل په مجموع کې به ۲۰۰۰ بندیان آزاد کړای شي.

له ښاغلي انتظار خادم سره د امریکا غږ د خبریال وحید فیضي مرکه دلته وګورئ:

خادم: د طالب بندیانو په ۵۰۰۰ کسیز لست کې ځیني کسان طالبان نه وو
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:48 0:00