BBC
 شاته

د بریتانیا لومړی وزیر د خپل سلاکار له لاسه په جنجال اخته شوی

Dominic Cummings makes a statement in a garden at 10 Downing Street د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډامېنېک کمېنګز د لومړي وزیر بورېس جانسن ستر سلاکار دی

په بریتانیا کې د روغتیايي او اقتصادي کړکېچ په اوج کې د دغه هېواد لومړی وزیر بوریس جانسن په یوه سیاسي جنجال کې ښکېل دی. دا جنجال د نوموړي یو مشر سلاکار له کبله رامنځته شوی، چې له خپلې مېرمنې او ماشوم سره د لیدو لپاره یې د ګرځبندیز پر مهال ۴۰۰ میله لېرې موټر سفر کړی و.

دې مشر سلاکار ډامېنېک کمېنګز پرون دوشنبه یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د انګلنډ په شمال ختیځ ډرهم سیمه کې خپل پلرني کور ته په تلو یې ناسم چلن نه دی کی اونه یې هم له محدودیتونو سرغړونه کړې ده.

د دې سفر پر وخت د هغه مېرمن ناروغه وه او ښاغلې کمېنګز ویلي دی او مېرمن یې د ماشوم پالنې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

لومړي وزیر بورېس جانسن د خپل سلاکار ننګه کړې او ویلي یې دي چې هغه له قانون او د لارښوونو سره سم چلن کړی دی.

ښاغلي کمېنګز پرونۍ خبري غونډه کې وویل: "زه پوهېږم چې ملیونونه خلک کړیږي او زرګونه مړه شوي دي ما باید دا بیان وړاندې ورکړی وای".

نوموړي د خپلې دې کړنې د تفصیل هڅه وکړه، بښنه یې ونه غوښتله او ویې ویل چې له خپلې دندې استعفا هم نه کوي.

د لومړي وزیر لپاره سرخوږی:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړي وزیر بورېس جانسن د خپل سلاکار ننګه کړې ده

سره له دې چې د کورونا وېروس له امله د اروپا په کچه په بریتانیا کې د قربانیانو شمېر تر ټولو لوړ و، خو تر دې وروستیو پورې خلکو د حکومت ملاتړ کاوه.

لکه د نورو هېواد شموله کړکیچونو پرمهال دا ځل هم د ډاډ او ارامۍ لپاره د خلکو سترګې حکومت ته وې. د نظر پوښتنو پایلو ښودله چې د شخص په توګه د بورېس جانس او د حکومت کړنې خلکو ته د منلو وې.

خو د ډامېنېک کمېنګز له دې جنجال وړاندې هم د ځینو ستونزو نښې لېدل کېدلې.

د نورو اروپايي هېوادونو پرتله بریتانیا روغتیايي کارکوونکو ته د خوندیتوب وسایلو برابرولو او د کورونا وېروس معاینې برخو کې ستونزې لرلې.

ډامېنېک کمېنګز څوک دی؟

د لومړي وزیر جانسن تر څنګ ډامېنېنک کمېنګز د بریتانیا په سیاست کې ډېر مهم کس بلل کېږي.

که څه هم ښاغلي کمېنګز د خلکو په رایه نه دی راغلی خو ده ته د داسې چا په سترګه کتل کیږي چې د ښاغلی جانسن د اروپايې ټولنې وتلو کړنلارې او وروستیو پارلماني ټاکنو کې د هغه د بریا تر شا متفکر مغز دی.

ډېر کله ویل کیږي چې ښاغلی جانسن اوږدې خبرې کوي خو نظر، تفصیلات یې او عملي کول یې د ښاغلي کمېنګز کار دی.

دا ډول یوه بنسټیز رول لرل دا په ډاګه کوي چې ولې پر هغه ډېر تمرکز دی.

د هغه تېروتنه څه ده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډامېنېک کمېنګز د ګرځبندیزو ورځو کې په موټر کې ۴۰۰ مایله سفر کړی و

ښاغلی کمېنګز د حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو طراح دی چې د مارچ پر ۲۳ پلي شول او له مخې یې باید ټول هغه کسان چې پخپله او یا یې د کورنۍ کوم غړی پر وېروس اخته وي باید کور پاتې شي.

خو ډامېنېک کمېنګز دا لارښونه په خپله نه ده عملي کړې. هغه له خپل څلور کلن زوی او مېرمنې سره چې پر وېروس اخته ده، د لیدو لپاره څه باندې ۴۰۰ میله په موټر کې مزل کړی او د خپل پلار کور ته تللی.

دی وایي چې د خپل زوی په اړه اندېښمن و او ځکه یې دا سفر کړی،‌ او وایي‌ چې لومړی وزیر یې د دې کړنې ملاتړ کوي.‌

د سیاستوالو او د عامو خلکو نظر دا دی چې ښايي د هغه دا کړنه د قانون خلاف نه وي خو د اصولو له روحیې سرغړونه ده او له هغه څه سره کاملا په ټکر کې دی چې په کور ناستو والدینو عملي کړی دی.

دا جنجال څومره جدي کېدلی شي؟

دا مسله د لومړي وزیر بوریس جانسن د سیاسي ژوند لپاره په دوه دلیلونو یوه لویه ستونزه ده. لومړی دا چې ډېر خلک په دې کار غوسه دي.

له دوه میاشتنیو بندیزونو وروسته خلک احساس کوي چې شوې پرېکړه د دوی لپاره یو ډول ده خو د حکومت په حق کې بل ډول.

لسګونه زره کسانو په عاطفي بڼه په دې اړه خبرې کړي چې د محدودیتونو له امله دوی څه ډول د هغو خپلوانو له لېدلو محروم شوي چې د مرګ په حال کې او یا یې جنازو ته نه دي ورغلي.

د دې غوسې ترڅنګ خلکو پر حکومت ملنډې هم وهلې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری خلک نیوکه کوي چې حکومتي کسان پخپله محدودیتونه نه مراعت کوي

‌دا ټول ځکه مهم دي چې که حکومت خپله رښتینولي او واک او د خلکو باور له لاسه ورکړي نو وزیران به څنګه دا ډاډ تر لاسه کړي چې خلک به نه یوازې اوسني محدودیتونه بلکې په راتلونکې کې د دې محدودیتونو د نرمولو لارښوونې عملي کړي؟

دویمه مسله داده چې د محافظه کار ګوند پارلماني وکیلان اندېښنه کې دي

د دوی له ډلې ډېرو یې خپلې هیلې بورېس جانسن پورې تړلې وې چې په ټاکنو کې په غوڅ اکثریت بریالی شو. خو ځینې اوس شک لري.

دې وکیلانو ته د خپلو ملاتړ له خوا پرله پسې له غوسې ډک ایمیلونه را لیږل کیږي او د لومړي وزیر په توګه د ښاغلي جانسن د وړتیا په اړه اندېښنه ښيي.

طبعا دا مهمه ده چې ښاغلی جانسن په پارلمان کې غوڅ اکثریت لري او د محافظه کار ګوند اکثرو سیاستوالو هیله به دا وي چې د هغه ملا ور وتړي.

خو شته ننګونو ته په کتو د ښاغلي جانسن د حکومتولۍ او د یوه سیاستوال په توګه د هغه وړتیا په اړه اوس شک رامنځته شوی او د کوویډ-۱۹ له امله د دې شکونو د زیاتېدو شونتیا شته.