BBC
 شاته

پاکستانۍ ماډله چې مړی ژوندی یې معلوم نه دي، خو پر خواله رسنیو کنځل کېږي

د انځور حقوق Instagram/Zara Abid
Image caption یو شمېر کسانو د هغې کالیو پر انتخاب نیوکې کړې

د پاکستان یوه مشهوره ماډل زارا عابد چې ګومان کېږي تېره اونۍ په کراچۍ کې غورځېدلې الوتکه کې وژل شوې، د خواله رسنیو ځینې کاروونکو په بې لارې تورونه کړې.

اوس د نوموړې پر شخصیت او کالیو له نیوکو وروسته د هغې خواله رسنیو حسابونه تړل شوي دي.

رسمي اسناد او د هغې نژدې کسان وايي، دغې ۲۸ کلنې ماډل په هغه الوتکه کې سفر کاوه، چې کراچۍ کې جناح نړیوال هوايي ډګر ته نژدې ګڼ مېشته سیمه کې وغورځېده.

دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه تر اوسه نه دي څرګند شوي، خو د یوازې دوو سړو ژوندي پاتې کېدل تایید شوي دي. په لومړي سر کې د نوموړې ژوندي پاتې کېدو له ګنګوسو وروسته د هغې وروڼو له خلکو وغوښتل چې د جعلي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

اوس د اغلې عابد ټویټر، انسټاګرام او فېسبوک حسابونه تړل شوي دي، خو معلومه نه ده چې د خواله رسنیو له لوري تړل شوي او که یې خپلو - خپلوانو تړلي دي.

په محافظه کاره پاکستاني ټولنه کې پر یو شمېر مشهورو ښځو د بې لارۍ تورونه پورې کېږي. زارا عاید د پاکستاني فېشن صنعت له مشهورو شخصیتونو یوه وه او مشورو ډیزاینرانو یا طراحانو یې د فعالیت او شخصیت ستاینه کړې.

په پام کې وه چې د سږ کال وروستیو کې به نوموړې د تمثیل برخه کې هم فعالیت پیل کړي. نوموړې ته د سږ کال جنورۍ کې د هم سټایل جایزې په نامه د (غوره ښځینه ماډل) لقب ورکړل شوی و.

له هغو رپوټونو وروسته چې زارا عابد هم په غورځېدلې الوتکه کې سفر کاوه، د خواله رسنیو له لارې ګڼو سخت دریځو د هغې د اسلامي عقیدې او مسلمانۍ په هکله پوښتنې راپورته کړې.

یو شمېر کسانو ویلي، په اخرت کې به د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي او د دلیل په توګه یې په داسې کالیو کې د هغې تصویرونه خپاره کړي، چې په پاکستان کې د ځینو په اند فحش لباس دی.

د ټویټر یوه کاروونکي لیکلي:

''الله پاک هغه ښځې نه خوښوي چې د خپل بدن غړي هر چا ته ښيي، جنت یوازې د پاکو نارینه وو او ښځینه وو لپاره دی. ''

پاکستان کې یو شمېر مشهورې ښځې د بې لارې یا بې دینې په تور له انلاین لارې د جنسي تېري او ان وژنې له ګواښونو سره مخامخ کېږي.

خو په ورته مهال نوموړې ته د فېشن صنعت او ممثلینو له لوري د درناوي څرګندونه هم شوې چې دا پېښه یې (د فېشن صنعت لپاره یوه غمېزه) بللې.

ځېنې په دې اند دي چې هغې د خپل سکڼي رنګ په له لارې د ښکلا دودیز تعریف له سره بیا خلکو ته وروپېژاند. پاکستان کې د سویلي اسیا نورو سیمو په څېر سپین رنګ یا پۍ مخي د ښکلا او ښایست بېلګه بلل کېږي.