شاته

د اوربند پر دوام د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ټینګار

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواو څخه غوښتي چې د درې ورځني اوربند موده وغځوي.

د دغه کمېسیون د نشراتو او اړیکو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د سې‌شنبې په ورځ د مې په ۲۶مه (غبرګولي شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې د وسله‌والو نښتو پر مهال د افغانانو تر ټولو اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ د جګړې له ټولو ښکېلو خواو څخه غواړو چې اوربند وکړي او کوم اوربند چې شوی موږ ترې هرکلی کړی او هیله لرو چې دا دوام ومومي او موږ د سولې بین‌الافغاني خبرو په لور لاړ شو...".

ښاغلي فرهنګ هیله وښوده چې د سولې بین‌الافغاني خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د بشري حقونو د نقضولو د مخنیوي لامل شي.

د بشري حقونو کېسیون ویلي چې د اوربند دوام به د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړي او ورسره به د ولسي وګړو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د کموالي لامل هم شي.

دغه کمېسیون همداشان ټینګار کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې د ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې مسول دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی او زیان یې د افغانستان خلک ګالي.

هغه زیاته کړه: "که اوربند په افغانستان کې دوام کوي، که موږ کولی شو چې په دې پروسه کې د نن او تیر وخت په پرتله د زیات باور جوړ کړو باید طالبان افغان وژنه ودروي، باید دغه اوربند چې اوس یې لرو ورته دوام ورکړي".

طالبانو او افغان حکومت تېره یکشنبه د کمکي اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې درې ورځنی اوربند وکړ چې نن یې وروستۍ ورځ ده.

خپل ټوپک پر ځمکه کېږده

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څه باندې دوه میاشتې مخکې د جګړې د قربانیانو د غږ پورته کولو لپاره د "خپل ټوپک پر ځمکه کېږده" کمپاین پیل کړ.

دغه کمېسیون ویلي: "د دغه کمپیان د ترسره کولو هدف د جګړې د قربانیانو او زیانمنو لپاره د یو داسې تربیون برابرول وو ترڅو له هغه څخه په استفادې له جګړو څخه خپلې تجربې او د سولې او جګړې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي".

د کمېسیون د چارواکو پر وینا د دغه کمپاین له لارې ۴۲ ویډیوګانې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې نشر شوې چې په کې ۲۰ ښځې او ۲۲ سړي په بیړني ډول د جګړې د ودرولو او اوربند ټينګولو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کړی چې د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت‌غوښتنې او د سولې په پروسه کې د هغوی د اغیزمن ګډون لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي

د اوربند د غځولو دا غوشتنه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور په اساس یوازې په تېره اپریل میاشت کې ۲۸۰ تنه ولسي وګړي د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې وژل شوي دي.