شاته

افغانستان کې د کروناویروس زیاتوالی؛ ۶۵۸ نوې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کروناویروس د ۶۵۸ تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه هېواد کې د اخته شویو کسانو شمېر ۱۱زره او ۸۳۱ ته لوړ شو.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد توحید شکوهمند د سې‌شنبې په ورځ د مې په په ۲۶مه (غويي شپږمه) خبریالانو ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې څه باندې ۱۱۰۰ مشکوک سمپلونه د افغانستان په لابراتوارونو کې ټیسټ شوي چې له دې شمېرې ۶۵۸ پېښې مثبت تشخیص شوي دي.

هغه زیاته کړه: "تر ټولو زیاتې پېښې بیا هم په کابل ولایت کې دي. ۲۳۷ پېښې تثبیت شوې".

د افغانستان د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې چې د مړینې د یوې پېښې په ثبتېدو سره په افغانستان کې له کروناویروس څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۰ ته رسېدلی او ۱۱۲۸ تنه ترې بېرته روغ شوي دي.

زندانونو کې د کروناویروس مثبتې پېښې

د کروناویروس د افغانستان په زندانونو کې هم خپور شوی دی او لسګونه زندانیان او د محابسو کارکوونکي ورباندې اخته شوي دي.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایانې امریکا غږ ته وویل په زندانونو کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېږي چې نږدې ۷۷ فیصده یې بندیان او پاتې برخه یې د محابسو موظفین دي.

هغه زیاته کړه چې له دې شمېرې ۳۳ تنه بېرته روغ شوي دي: "دوه ورځې مخکې د دوی بیا ټیسټونه وشول او نتیجه یې موږ ته راورسېدله چې له نیکه مرغه منفي وو او دوی بېرته خپلو سلولونو ته انتقال شول".

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس د سې شنبې تر ورځې د مې ۲۶مه (غويي شپږمه) څه باندې پنځه میلیونه او ۵۱۲زره تنه په دې ویروس اخته شوي چې له دې شمېرې ۳۴۶زره او ۶۱۲ تنه ترې مړه شوي دي.