شاته

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ١٢ زرو ته ورسېد

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-١٩' ناروغۍ ٦٥٨ پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت وایي یوازې په کابل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-١٩' ناروغۍ ٢٣٧ تازه پېښې ثبت شوي چې د نورو ولايتونو په پرتله لوړ رقم دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ١١،٨٣١ ته ورسېد.

په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته مېرمن
په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته مېرمن

د دې وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۶» رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د کرونا ویروس تازه پېښو په هکله ویلي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وزارت په لابراتورونو کې له زرو زیاتې مشکوکې پېښې ازمویل شوي چې له دې ډلې ٦٥٨یې مثبتې دي."

روغتیا وزارت ویلي چې په ټوله کې تر دې دمه ١،١٢٥ د 'کووېډ-١٩' ناروغان روغ شوي او ٢٢٠ نور مړه شوي دي.

وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو کس د مړه کېدو خبر هم ورکوي.

د افغانستان حکومت ټینګار کوي او له خلکو غواړي چې د کرونا ویروس مخنیوي په خاطر کورونو کې پاتې شي.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي چې سر له سبا به کابل ښار کې قرنطين نرم شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

ښاغلی حیدري زیاتوي: "سر له سبا محدودیتونه کمېږي، موږ کوښښ کوو بېلابېلو وختونو او ورځو کې دکانونه او بازارونه فعالیت وکړي، خو د قرنطین شرایط باید پلي کړي او ټولنیزې فاصلې او د روغتیا وزارت لارښوونې پام کې ونیسي."

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي د اختر په ورځو کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا سخت تدابیر نیول شوي و او تر ډېره خلکو هم مراعت کړل او له کورونو راونه‌وتل.