BBC
 شاته

د نړۍ د جوارګرو پاچا په ۹۸ کلنۍ کې ومړ

د انځور حقوق AFP/Getty

د هانګ کانګ یو مشهور شخصیت سټانلې هو، چې مکاو سیمه یې د جوارګرۍ یا قیمار پر نړیوال مرکز بدله کړه، د ۹۸ کلونو په عمر ومړ. هو، چې د اسیا له خورا شتمنو کسانو یو و، ( د جوارګرۍ پاچا) په نامه هم مشهور و.

نوموړی د ایس جي ایم هولډنګ په نامه د یوه ډېر ګټندوی کاروبار څښتن و، چې شتمني یې شپږ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېده.

د ده په تړاو ویل کېږي، چې له پیله میلیاردر کېدو ته سخت تږی و، پر نڅا مین و، خو خپلو - خپلوانو او دوستانو ته به یې تل ویل چې له جوارګرۍ دې ډډه وکړي. لوریې پانسې خبریالانو ته وویل:

''پلار مې همدا اوس یوه بجه په هانګ کانګ روغتون او سینیټوریم کې په ارامه ساه ورکړه. د سټانلې هو کورنۍ غړو په حیث ډېر خواشیني یو چې دغه خبر درسره شریکوو. ''

هو په ۱۹۶۰ کلونو کې مکاو سیمه کې چې یو مهال د پرتګال مستعمره وه، د جواز له ترلاسه کولو وروسته په دغه سیمه کې د جوارګرۍ انحصاري ملکیت درلود.

د شتمنۍ له ډېرېدو سره نوموړي له مکاو وروسته نورو سیمو ته هم کاروبار وغځاوه او په هانګ کانګ کې یې د دفترونو او استوګنې ودانیو تر څنګ په پرتګال او شمالي کوریا کې د جوارګرۍ مرکزونه پرانیستل.

۲۰۱۸ کال له ۹۷ مې کلیزې څو میاشتې مخکې چې نوموړی تقاعد کېده، د شخصي شتمني اټکل یې شپږ اعشاریه څلور میلیارده ډالره و.

د چین اقتصاد له پرانیستل کېدو سره یوه داسې هېواد ته چې د جوارګرۍ مینه وال پکې ډېر دي، د پېسو یو سیلاب ورغی او د ایس جي ایم کاروبار هم ښه ورسره وځلید.

نوموړي څلور مېرمنې او ۱۷ معلوم اولادونه درلودل. د نوموړي د شتمنۍ پر سره په ۲۰۱۲ کال کې له یوه قانوني جنجال وروسته هغه اړایستل شو، چې خپل کاروبار له سره ترتیب کړي.