BBC
 شاته

سیند ته د افغانانو اچول؛ ایراني پلاوي کابل کې حنیف اتمر سره وکتل

اتمر د انځور حقوق MOFA
Image caption ایراني پلاوي نن سې شنبه کابل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره وکتل

د ایراني پوله ساتو له خوا د یو شمېر افغان کډوالو سیند ته د غورځولو او ناوړه چلن د ادعاو څېړلو په موخه یوه ایراني پلاوي نن سې شنبه کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره کتل. دواړو لوریو د دې پېښې په جدي توګه پلټلو هوډ څرګند کړ.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې د ایراني پلاوي مشري د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محسن بهاروند کوله، او پلاوي له ځان سره د کورونا وېروس ضد مرستندویه توکي هم راوړي وو چې افغان چارواکو ته وسپارل شول.

په اعلامیه کې رغلي، ښاغلي بهاروند د رامنځته شوې پېښې او د یو شمېر افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه خوږخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې پېښه به وبلټل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د پېښې په اړه د افغان پلاوي د پلټنو او موندنو جزئیات له ایراني پلاوي سره شریکړ کړي او له ایرانه یې غوښتنه کړې چې دې لړ کې ګډو پلټنو ته پام وکړي.

له دې وړاندې د افغانستان او ایران د بهرنیو چار وزیرانو د دې پښې په اړه تلفوني خبرې کړي دي.

د انځور حقوق herat.gov
Image caption د افغان چارواکو په وینا، دا پېښه د هیرمند سیند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

یوه اونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د دواړو هېوادونو سرحدي پلاوو "د ایران پوله ساتو ځواکونو له خوا سېند ته د افغان کډوالو د غورځولو" په اړه د ۱۳۳۵ کال د توافقنامې پربنسټ خبرې وکړې خو ایراني پلاوی د افغان لوري سندونه او شواهد ونه منل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د همدې توافقنامې له مخې د پېښې په اړه څېړنې دپلوماتیکو بنسټونو ته سپارل کیږي.

دا پېښه د روان کال د غويي میاشتې پر ۱۲مه رامنځته شوې ده. یو شمېر افغان کارګرو- چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي- بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره اړول شوي وو او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول

دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي.

د افغان دولت له خوا دې پېښې لپاره ټاکل شوي پلاوی وايي چې دې پېښه کې د لسو تنو مړینه کره شوې ده خو لا هم پنځلس تنه لادرکه دي.

خو ایراني لوري دا ادعا په کلکه رد کړې ده او ژمنه یې کړې وه چې په دې اړه ګډو څېړنو کې برخه واخلي.