شاته

نبیل: بندیان باید د سولې د پروسې له کامیابیدو وروسته خوشی شي

د ښاغلي نبیل په وینا د حقاني شبکه د پاکستان ستراتیژیکه وسیله ده او په افغانستان کې يي د خپلو ګټو لپاره جنګوي.

رحمت الله نبیل څه ناڅه پنځه کاله د افغانستان د ملي امنیت رئیس و. پدې تازه مرکه کې ښاغلي نبیل د سولې په روانه پروسه کې د افغانستان د حکومت او د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په هڅو انتقادونه کړي او د سولې په پروسه کې د حقاني شبکې او طالبانو صلاحیتونو غږیدلی دی.

پدې ځانګړې مرکه کې دغه پخوانی افغان مقام وایي چې لمړی باید د سولې پروسه کامیابه شي، بیا طالبان تضمین ورکړي چې جګړه نه کوي او خپل هیواد ته ستانه شي، بیا دی د طالبانو بندیان خوشی شي. د نبیل په وینا د حقاني شبکه د پاکستان لخوا لاهم د افغانستان پرضد استعمالیږي او حتی د قطر طالبان او کوټې شورا پري کنترولوي.

پوره مرکه دلته لیدلی شئ:

رحمت الله نبیل
please wait

No media source currently available

0:00 0:22:54 0:00