شاته

تخار کې د دوو قومندانانو ترمنځ نښته کې لس تنه وژل شوي

د تخار ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د غیر مسولو وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې لس تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن دوشنبه مې ۲۵ ( غبرګولي ۵) امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دغه وسله واله نښته د اختر په لومړۍ ورځ د ګلفګان ولسوالۍ د "قورق‌سای" په کلي کې د دوو غیر مسولو وسله والو ډلو ترمنځ شوې ده.

ښاغلي هجري وویل: "د غیر مسولو ډلو دوو قومندانانو تیره ورځ شخړه کړې، چې په پایله کې يې د دواړو غاړو څخه لس تنه مړه شوي دي. پولیس سیمې ته تللي وضعیت تر کنټرول لاندې دی او څیړنې د پيښې په اړه پیل کړي دي".

ښاغلي هجري وویل، چې دغه نښته د څو ساعتونو لپاره د ګلفګان ولسوالۍ د "قورق‌سای" په کلي کې روانه وه، چې څو تنه کلیوال، چې ښکیلو غاړو سره یې اړیکې هم نه لرلې په کې وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند د دغې شخړې علت شخصي دښمني ګڼلې ده.

د تخار ولایتي چارواکي دا تائیدوي، چې په دغه ولایت کې زرګونه کسان غیر قانوني وسلې لري، چې وخت ناوخت د وسله والو نښتو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وايي، چې افغان حکومت د غیر مسولو وسله والو څخه د وسله د اخیستلو لپاره د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې اقدامات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې یوازې د چاه اب په ولسوالۍ کې له لسګونو وسله والو څخه وسلې اخیستل شوي دي.

د تخار والي ویاند وویل، چې د افغان پارلمان یو پلاوی هم د چاه اب ولسوالۍ کې د شخصي دښمنیو د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې دغې ولسوالۍ ته تللی دی.

په دغه ولسوالۍ کې د پخوانیو مجاهدینو د قومندانانو ترمنځ د اوږدو کلنو راهیسې دښمنۍ دوام لري، چې وخت ناوخت د وسله والو نښتو سبب هم کیږي.