شاته

افغانستان کې د کرونا د ناروغانو شمیر له یوولس زرو واوښت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د کروناویروس ۵۹۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي، چې ورسره د ټولو پیښو شمیر یوولس زره ۱۷۳ ته رسیدلی دی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ مې ۲۵ ( غبرګولي ۵) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه موده کې یو تن د کروناویروس پر ناروغۍ مړ شوی او ۲۲ نور بیرته ښه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ترو ۲۴ ساعتونو کې يې یو زر او ۹۵ مشکوکې نمونې ټیست کړي، چې په پایله کې یې تر ټولو زیاتې مثبتې پیښې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د دوشنبې تر ورځې په کابل کې د ټولو مثبتو پیښو شمیر څلور زره ۱۴۷ ته رسیدلی دی.

هرات کې د دغو پیښو شمیر یو زر او ۷۷۳ رسیدلی دی. د عامې روغتیا وزارت له خوا په دغو نوو اعلان شوو شمیرنو کې د کندهار او نورو جنوبي ولایتونو د کرونا د ویروس وروستۍ پایلې نه دي شاملې.

د نږدې یوې اونۍ راهیسې د کندهار د کرونا د ویروس د ټیست مرکزي لابراتوار تخنیکي ستونزې پیدا کړي دي.

د کابل او هرات وروسته د کرونا د ویروس ډیرې پیښې په بلخ په ولایت کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ پیښه د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په پنځمه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.

اوس د ا ناروغۍ ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې ده. د دوشنبې تر ورځې د کرونا پر ناروغۍ ټول ۲۱۹ تنه مړه شوي او یو زر او اوه نوي نور بیرته ښه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ولایت د ووهان په ښار کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسبمر په میاشت کې خپور شو، چې اوس یې د نړۍ ۱۸۸ یوادونو ته سرایت کړی دی.

په امریکا کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د دوشنبې د ورځې تر سهار پورې په نړۍ کې له درې سوه ۴۵ زرو تنو څخه زیات کسان مړه کړي او له پنځه میلیونو ۴۱۱ زرو څخه زیات نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.