شاته

اروپا کې د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه ورو شول

په اروپا کې د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه د دوشنبې په ورځ نور هم ورو شول.

په داسې حال کې چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس نوې پېښې کمې شوي او په دې خاطر لګېدلي بندیزونه د کمېدو په حال کې دي، په امریکا کې لوی شمېر خلکو د اوبو غاړې، پارکونو او د غونډو نورو ځایونو ته تګ پیل کړی دی.

په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله مړینې یو لک ته رسېدلي او تر ۱،۶ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې عادي ژوند په تدریجي توګه بېرته خپل حالت ته د تګ په حال کې دی. یو شمېر ایالاتونو د دوو نورو اوونیو لپاره د محدودیت اصول نه‌دي مراعت کړي او د بندیزونو د لیرې کېدو اعلان‌یې کړی دی.

ارشیف
ارشیف

په اروپا کې تر ټولو زیاتو اغېزمنو شویو هېوادونو اعلان وکړ چې پولې، ښوونځي او حتی مسلکي سپورتي سیالۍ به په راتلونکې اوونۍ کې پرانیستل شي. په اروپا کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر کمېدو دي.

د اسپانیې په مادرید او بارسلونا کې د مې په ۲۵مه نېټه محدودیتونه ورو شول او خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې په وړه ډله‌ییزه توګه په رستورانونو کې سره یوځای کېدای شي.

پارکونه او موزیمونه هم پرانیستل شول، خو په محدود شمېر کې خلک کولای شي هلته لاړ شي.

په جرمني کې هم محدودیت کم شوی دی او د دې هېواد په ټولو ۱۶ ایالتونو کې د مې په ۲۵مه نېټه رستورانونه پرانیستل شول.

خو هغه مهال چې د دې هېواد په شمال کې د کرونا ویروس ۱۸ نوې پېښې ثبت شوې، خلکو ته وویل شول چې باید له احتیاطه کار واخلي.

په یونان کې هم د مې په ۲۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ مسافرو ته اجازه ورکړل شوه چې د اوبو له لارې کولای شي د یونان ټاپوګانو ته لاړ شي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وویل چې د جون په لومړۍ نېټه به ښوونځي په موقتي توګه پرانیستل شي چې په‌کې د څلورو او پنځو کلونو د کوچنیانو ښوونځي هم شامل دي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

په نړۍ کې ډېری مسلمانو هېوادونو د اختر پر مهال محدودیت زیات کړ او له خلکو یې وغوښتل چې په کورو کې پاتې شي.