شاته

د اسرائیل د صدراعظم محاکمه پیل شوه

د اسرائیل صذراعظم بنیامین نتنیاهو، د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي ۵) د بیت المقدس یوې محکمې لاړ چې د هغه د محاکمې ځنډیدلی بهیر بیرته پیل شي.

ښاغلی نتنیاهو د محکمې ودانۍ ته د رسیدلو پر وخت خبریالانو ته وویل چې په لوړه غاړه ولاړ دی او د خپل هیواد مشري به کړي.

صدر اعظم نتنیاهو چې په درغلیو، د خلکو له باور نه په ناوړه استفادې او رشوت باندې تورن دی د اسرائیل په تاریخ کې لومړنی صدراعظم دی چې د وظیفې پر وخت محاکمه کیږي.

هغه همداشان پدې تورن شوی چې غوښتل یې د اسرائیل د رسنیو په قانون کې د یوې سترې رسنۍ په ګټه بدلون رامنځ ته کړي تر څو هغه رسنۍ د هغه په ملاتړ تبلیغات وکړي.

ښاغلی نتنیاهو او د هغه ښي اړخه لیکود ګوند پر هغه لګیدلي تورونه ردوي او هغه د چپ اړخه سیاستوالو طرحه ګڼي، چې غواړي هغه بدنام کړي.

د بنیامین نتنیاهو سیاسي مخالفینو ویلي چې د محاکمې پر وخت دې هغه له واک نه ګوښه شي، خو ښاغلي نتنیاهو دغه غوښتنه رد کړې ده.

د اسرائیل د قوانینو له مخې که یو صدراعظم په جرم تورن شي اړین ندي چې د محاکمې پر وخت استعفا وکړي یا په یو ډول له واک نه لرې شيږ

محکمې ته د ښاغلي نتنیاهو نه حاضریدل ددې سبب شوي وو چې د هغه محاکمه د څو میاشتو لپاره وځنډیږي، تر څو چې محکمې تیره اونۍ حکم صادر کړ او د محکمې په جریان کې یې د هغه شتون ضروري وګاڼه.