شاته

ټرمپ: د مشروباتو د هټیو خلاصول او د عبادتځایونو بند ساتل بي انصافي ده

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ‌ د متحدو ایالتونو له ټولو والیانو غوښتي چې کلیساوې،‌ کنیساوې، جوماتونه او نور عبادتځایونه بېرته پرانیزي.

ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې د عبادتځایونه یوازیني ځایونه دي چې امریکایان په کې د یووالي په فکر راټولیږي.

نوموړي‌ د جمعې په ورځ ناوخته مۍ۲۲ (غبرګولي۲) په یوې اعلامیې کې وویل: "ځینو والیانو د مشروباتو هټۍ ضروري ګڼلي (خلاصې کړي) خو د عبادت ځایونه یې تړلي‌ دي. دا مناسب کار نه دی. زه دا بي عدالتي سموم او د عبادت ځایونه هم ضروي ګڼم (چې باید خلاص شي)."

نوموړي ویلي دي چې میلیونونه امریکایان عبادت د خپل ژوند مهمه برخه ګڼي او غواړي عبادتځایونو ته ولاړ شي.

هغه له والیانانو وغوښتل چې سملاسي‌دې عبادتځایونه پرانیزي او په خبره یې باید مذهبي مشران ډاډه شي چې د همدغې اونۍ تر پای پورې به یې ټول عبادتځایونه بېرته پرانیستل شي.

هغه وویل که والیانو دا کار ونکړ، زه به پرې لاسبری شم.

نوموړي وویل چې په اوسني‌ وخت کې امریکا ډېرو دوعاوو ته ضرورت لري.

په امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو له کبله عبادتځایونه، ښوونځي،‌پوهنځي او نور عمومي‌ځایونه چې خلک په کې راټولیږي، تړل شوي دي.

د کروناویروس له کبله تر دې دمه په امریکا کې شاوخوا ۹۵زره کسان مړه شوي‌او سلګونه زره نور پرې اخته دي.