شاته

کرونا وایرس د دنیا یو اشاریه اته ارب مسلمانانو دپاره د اختر رواجونه بدل کړي دي

د دنیا یو اشاریه اته ارب مسلمانان به د دې واړه اختر خوشحالۍ د کرونا وایرس د سیورې لاندې په داسې حال کوي چې په مېلینونو خلک تر خپلو کورونو پورې محدود دي او د کرونا وایرس له امله اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې خلک اختر د روایتي خریدارۍ او مېلو ترڅنګ ونکړی شي.

د اختر په ورځو کې ګڼ شمېر مسافر خلک سفرونه کوي، خپلو خپلوانو سره یو ځای کیږي، محفلونه او په یو ځای چای او ډوډۍ کوي خو اېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره د یروشلم نه د اختر په اړه په خپل رپورټ کې لیکې چې د اختر دغه دستورې به سږ کال د روایاتو سره سم ونشي او د ترکي، عراق او اردن په شمول ځینو ملکونو ویلي د اختر د ورځو په مهال به د خلکو د ګڼه مخه نیووولو دپاره به ۲۴ ګنټې ګرځبندیز پرځای کوي.

مسجد الاقصى به د اختر په ورتو کې بند وي
مسجد الاقصى به د اختر په ورتو کې بند وي

د پاکستان او افغانستان په شمول په زیاترو ملکونو کې به کوچنی اختر د اتوار، یکشنبې، په ورځ لمانځل کیږي. د ترکې، عراق او اردن برعکس چې د اختر په ورځو کې به ۲۴ ګرځبندیز لګوي په سعودي عرب کې به خلک خوراک او دوا اخیستلو دپاره د کور نه بهر تګ کولی شي.

ای پي وايي په هغه ملکونو کې چې لاک ډاون زیاتره ختم کړی شوی دی، دا اختر به د نورو اخترونو په ډول نه وي. په یروشلم کې محدودیتونه لېرې کړی شوي دي خو مسجدالاقصا چې د مسلمانانو دریم لوې مقدس مقام دی، د اختر په ورځو کې به بند وي.

ای پي وايي د القدس په قدیمه برخه کې بازارونه او لارې کوڅې د سیاحانو نه خالي دي او د دوکاندارانو کاروبار خراب شوی دی. د القدس په دې برخه کې د جعفر کورنۍ د خوږو په دوکان د خلکو ګڼه وي خو اوس یې په دوکان کې کرسۍ خالي پرتې دي. علي جعفر وايي په دریو کې دوه برخې کاروبار یې ختم شوی او مجبور شوي چې ۱۰ کارکونکې کې د کار څخه رخصت کړي.

په مصر کې د شپې د وخت ګرځبندیز به د نهو بجو پرځای د مازیګر پنځې بجې شروع کیړي. دوکانونه، پارکونه، شاپنګ سنټرې او د سمندر غاړه چې نن سبا به پکې ګڼه وه، خالي پراته دي.

په ځینو خلکو کې د معمولي علامات ډیر ښکاره نه وي خو د زیات عمر خلک او هغه خلک چې وړاندې ناروغۍ لري په هغوي زیات اثر کوي خو تر ټولو کړګیچنه اړخ یې دا دې چې دا وبايي مرض دی او زر د یو نه بل تن ته خپریږي.

د مسلمانانو د ابادۍ تر ټولو لوی ملک انډونیشیا کې صدر جوکو وېدودو ویلي د اختر په ورځو کې به هم د سماجي واټن یا فاصلې بندیر پرځای وي او خلکو ته به په لویه شمېره کې د یو ځای کېدو اجازت نه ورکړی کیږي. په انډونیشیا کې د روژې د میاشت په شروع کېدو اختر دپاره د لویو ښارونو نه د خلکو خپلو کلو ته په تګ پابندي ولګوله.

د ملېشیا سرښار کوالالمپور په یو جومات کې د اختر د لمونځ اجتماع
د ملېشیا سرښار کوالالمپور په یو جومات کې د اختر د لمونځ اجتماع

په ملېشیا کې خلک د نژدې خپلوانو کره تللی شي خو د ۲۰ نه زیات کسان به نه یو ځای کېږي، خلک به ماسکونه لګوي، یوبل ته به غاړه نه ورکوي. په هېواېد کې ځینې جوماتونه پرانیستل شوي دي خو د ۳۰ کسانو زیاتو خلکو د جمعې اجازت نه وي.

د هندوستان ۱۷۲ مېلین مسلمانان به هم په غېر معمولي حالاتو کې اختر کوي. په لویو اجتماعګانو بندیز دی. په هندوستان کې ځینو خلکو ګڼل چې د کرونا وایرس په دلي کې د تبلیغیانو د یوې اجتماع نه خپرو شوی دی نو ځکه به ځینو خلکو مسلمانان د وبا د خپرېدو سبب ګڼل او دړکې به یې ورکولې. په منځني ختیځ کې په ایران کې کرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې رپورټ شوي دي. په تهران کې د اختر په روایتي غونډو پابندي لګول شوي ده. د هېواد روحاني مشر ایت الله علي خامنايي به د دغو غونډو مشري کوله. په ایران کې کرونا وایرس نه ۷۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

په جنګ ځپلې ملک صومالیه کې مامورینو په لوې غونډو پابندي لګولې ده خو ای پي وايي کتنه به دا وي چې ایا دغه بندیز عملي کولی هم شي او که نا ځکه چې په سرښار موغادیشو کې بازارونه د خریدارانو نه ډک لیدل کیږي.

د صوماليه سرښار موغادېشو یو جومات
د صوماليه سرښار موغادېشو یو جومات

په متحده عرب اماراتو کې د دوبۍ شخصي پارکونه او د سمندر غاړې به خلاصې وي خو د پنځو نه زیات کسان به نشي یوځای کېدلی. په دوبې او بوظهبي کې د ۱۲ کلونونه د کم عمر ماشومان او د ۶۰ کلونونه د زیات عمر خلک مالونو ته نشي تللی. او د اختر په موقع په د ماښام اتو بجو نه تر سحر شپږو بجو پورې ګرځبندیز پرځای وي.