BBC
 شاته

برازیل کې په کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۳۳۰ زرو واوښت

برازیل د انځور حقوق Reuters
Image caption په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې د برازیل په ساو پاولو کې د فورموسا لویه هدیره د کورونا وېروس له امله جوړه شوې.

په برازیل کې د کورونا وېروس له امله د اخته کسانو شمېر له ۳۳۰ زرو واوښت، دا هېواد د روسیې -چې په نړيواله کچه د کوویډ-۱۹ له امله په دویم کتار کې راتله - ځای ناستی شو. په نړیواله کچه امریکا په لومړي سر کې راځي ځکه هلته شاوخوا یو میلیون او ۶۰۰ زره تنه په کوویډ-۱۹ اخته دي.

په برازیل کې د کورونا وېروس له امله ۲۱ زره کسان مړه شوي او د نړیوالو هېوادونو ۶ ځای یې خپل کړی دی.

د جمعې په ورځ (مې ۲۲مه/غبرګولی ۲) د امریکا جانز هاپکینز پوهنتون وېبپاڼې په برازیل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۸ زره ۸۹۰ تنه اعلان کړ، دې وېبپاڼې په دې هېواد کې د کوویډ-۱۹ له امله د مړو شمېر تر همدې ورځې پورې ۲۱ زره او ۴۸ تنه وښود.

د جمعې تر ماسپښینه روسیه د کورونا وېروس له امله د نړۍ په دویم کتار کې ده، په دې هېواد کې ۳۲۶ کسان په کوویډ-۱۹ اخته شوي.

په نړیوالو رسنیو کې په پراخه کچه په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې د برازیل په ساو پاولو کې د فورموسا لویه هدیره د کورونا وېروس له امله جوړه شوې.

دا هدیره د تدفین پروسې ګړندۍ کولو لپاره یوازې د مړو کورنیو ته اجازه ورکوي چې د څو دقیقو لپاره د خپلو عزیزانو لپاره غم او ماتم وکړي. دا په داسې حال کې چې کورنۍ یې باید په کتار کې تم شي څو ژر تر ژره یې مړی خښ شي او بلې کورنۍ ته د مخکې تګ اجازه ورکړي.

په ورته وخت کې دا اندېښنې هم شته چې لاتین امریکا به هم د کورونا وېروس نوی مرکز شي.

په دې لویه وچه کې د برازیل، مکسیکو، پرو او چیلي په څېر هېوادونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ایکواډور په څېر هغه هېواد چې تېره یوه میاشت کې یې ان د مړو د کفن او خښولو لپاره څه نه درلودل چې مړي یې په لارو کوڅو کې پراته وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا هدیره د تدفین پروسې ګړندۍ کولو لپاره یوازې د مړو کورنیو ته اجازه ورکوي چې د څو دقیقو لپاره د خپلو عزیزانو لپاره غم او ماتم وکړي.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption په برازیل کې د کورونا وېروس له امله ۲۱ زره کسان مړه شوي او د نړیوالو هېوادونو ۶ ځای یې خپل کړی دی.

مکسیکو او برازیل د لاتیني امریکا هغه دوه هېوادونه دي چې کورونا وېروس پکې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. لا یې هم قرنطین په بشپړ ډول نه دی پلي کړی، له خبرداري سره سره هغه محدودیتونه چې امریکا،کاناډا او اروپا کې لګول شوي، په دې هېوادونو کې نه لیدل کیږي.

د هاروارډ د نړیوال پوهنتون استاد ماریو کاسټرو وايي: "دا چې برازیل څه ډول کار کوي د بېلګې وړاندې کول یې لېرې بریښي، په اوس وخت کې خلکو ته د حکومت له لوري په بېلابېله کچه د همغږۍ پیغامونه نه رسول کیږي."

ددې لویې وچې نور هېوادونه لکه ارجنټاین په خپل هېواد کې قرنطین په بشپړ ډول پلی کړی دی.

د ښاغلي کاسټرو په وینا، اروګويي او ارجنټاین هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه یې د کوویډ-۱۹ پر وړاندې مناسبه مبارزه کړې ده.

پیرو د لاتیني امریکا لومړنی هېواد و چې قرنطین یې ښه پلی کړی خو بیا هم په دې هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو او مړو شمېر په لوړیدو دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کورونا په اړه د ښاغلي بولسنارو څرګندونې پر هغه د نیوکو لامل شوې دي

په چیلي کې چې د کورونا وېروس په چټکۍ مخ په لوړیدو دی، حکومت یې ددې هېواد په پلازمېنه سانتیاګو کې د قرنطین امر کړی دی.

چیلي د کورونا د پراخې کچې د معاینې له امله په لاتیني امریکا کې په لومړي کتار کې راځي چې تر اوسه یې په هرو زرو تنو کې د ۲۱ تنو معاینه کړې ده.

له چیلي پرته د لاتیني امریکا نورو ځایونو کې د نړۍ د نورو برخو پرتله د داسې پراخې ازموینې راپور نشته.

مکسیکو تر دې دمه په هرو زرو تنو کې د ۱.۲ تنو ازموینه کړې چې د شمالي ګاونډ امریکا پرتله ډېره ټیټه کچه کې دی، امریکا تر اوسه په هرو زرو تنو کې د ۳۶ تنو معاینه کړې چې په دې سره یې د ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو تنه ازموینه کړې.

برازیل لا هم په پراخه کچه ازموینې نه دي ترسره کړي په همدې دلیل د سائوپایولو طبي پوهنتونو د ارزونو له مخې دې پایلې ته رسېدلې چې برازیل کې ۳۳۰ زره تنه په کورونا اخته دي.