شاته

په اختر کې مه کور ته راځئ، نه کور ته درځو!

ګڼو کسانو دا غوره ګڼلې چې په کوچني اختر کې د دوستانو او خپلوانو کورونو ته د ورتګ پر ځای په ټولنیزو شبکو کې هغوی ته مبارکي ورکړي.

دوی وايي د دې پر ځای چې په اختر کې د یو بل کور ته کرونا ویروس انتقال کړو، بهتره ده چې تګ راتګ ونه‌شي.

د افغانستان روغتيايي چارواکو هم خلکو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په شپو ورځو کې د یو بل کورونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

په کابل کې مېشت قدرت صافی وايي دوی په کور کې دغه پرېکړه کړې چې په اختر کې به نه د چا کره ځي او نه به نور کسان د مبارکۍ لپاره کور ته ورځي.

ښاغلی صافی وايي د دې پر ځای چې د چا کور ته په تلو سره کرونا ویروس لا د خلکو په منځ کې خپور شي، دوی غوره ګڼلې چې دا اختر د مبارکۍ لپاره د چا کره لاړ نه‌شي.

ښاغلی صافی زیاتوي: "د اختر له مبارکۍ او تګ راتګ نه د خلکو ژوند ډېر مهم دی. شخصاً زما لپاره که د چا کره ورشم یا څوک راکره راشي، کرونا یوسم یا کرونا راکره راوړي، تر هغه چې هېڅ لاړ نه‌شم او هېڅ رانه‌شي بهتره به وي. په دې اختر کې زه دغه کار کوم."

افغانستان کې په دودیز ډول د اختر په ورځ د دسترخوان برابرول.
افغانستان کې په دودیز ډول د اختر په ورځ د دسترخوان برابرول.

خلکو یوازې په کابل کې احتیاطي تدابیر نه‌دي سنجولي، بلکې په نورو ولایتونو او حتی ځینو لیرې پرتو سیمو کې هم کرونا ویروس ډېر کسان محتاط کړي دي.

شرف‌الدین اشرفي فراهي د فراه ولایت اوسېدونکی دی، نه‌یوازې خپله احتیاط غوره ګڼي، بلکې نورو خلکو ته هم لارښوونه کوي.

فراهي وايي: "له ټولو افغانانو مې غوښتنه ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د دوستانو کورونو ته له تګ څخه ډډه وکړي چې دغه ناوړه ویروس د یو بل په کورونو کې خپور نه‌شي. د دې لپاره چې هم خپل ځانونه او هم دوستان وژغورو. بهتره ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شو او له ناروغۍ خوندي پاتې شو."

معلم اول ګل د کابل د خاک جبار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ده په وینا ګڼ کسان هڅه کوي، د روغتیا وزارت او نورو روغتیایي کارکوونکو سپارښتنې عملي کړي.

ده زیاته کړه: "راځئ چې په کور پاتې شو چې روغ پاتې شو. د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپلې ټولنې او ټول بشریت د مرستې په خاطر صحي لارښوونو ته پاملرنه وکړو. د ورځې څو وارې خپل لاسونه په صابون پریمینځو. بازار ته ډېر لاړ نه‌شو، له ګڼه ګوڼې ځان وساتو. همدلته ده چې موږ به د کرونا ویروس په وړاندې په سم ډول مقابله کړې وي او دغې وبا ته به مو د پای ټکی ایښی وي."

ارشیف، د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره تړل شوی جومات
ارشیف، د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره تړل شوی جومات

خو د کرونا وبا له کبله د یو بل کور ته د خوشحالۍ په مناسبت نه‌تګ، پر ټولنیزو اړیکو اغېز نه‌کوي؟

په جرمني کې مېشت عیسی منګل چې ټولنیز مسایل له نږدې څاري داسې ځواب لري: "نن ورځ کرونا پر اجتماعي اړیکو ډېر تأثیر کړی دی. جوماتونه بند دي. د خدای کور تړل شوی دی. دا خو کوچنۍ او عادي خبره ده چې په اختر کې دې تګ راتګ نه‌وي. په قران عظیم‌الشان کې ځان ساتل فرض دي. په ډېرو کسانو کې د کرونا ویروس نښې نه‌ښکاري. ښايي کورنیو ته‌یې انتقال کړي."

د روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز چې تازه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغ شوی، د جمعې په ورځ په یوه کنفرانس کې له خلکو غوښتنه وکړه چې دا اختر دې د یو بل کورونو ته له تګه ډډه وکړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

ښاغلی فېروز وايي: "غوښتنه او سپارښتنه مې همدا ده چې د اختر درې ورځو کې دې له کورونو نه‌راوځي، په بریالي توګه د روژې میاشتې سرته رسېدو نمانځنه دې خپلو کورونو کې له کورنیو سره وکړي، د ټیلیفون او برېښنایي خدمتونو له لارې د خپلو خپلوانو احوال واخلئ، خو له تګ څخه ډډه وکړئ."

د روغتیا وزیر وايي وروسته له هغې چې ځینو کسانو لګول شوي محدودیتونه او قرنطین رعایت نه‌کړ، په هېواد کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې خورا زیاتې شوې.

بل‌خوا د افغانستان حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب د اختر په لمانځه کې له خلکو وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د پنجشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې له تګ راتګه ډډه وکړي.