BBC
 شاته

کورونا وېروس: ملګري ملتونه وايي، د یمن روغتیايي نظام 'ویجاړ' شوی

Masked security officers patrol the streets of Sanaa, Yemen. Photo: May 2020 د انځور حقوق Reuters
Image caption یمن کې له کلونو راهیسې خونړۍ جګړه روانه ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په یمن کې د دغه هېواد روغتیايي نظام داسې حال کې 'ویجاړ شوی ' چې د کوویډ - ۱۹ وېروس په خپرېدو دی. د دغې ادارې د بشري خیریه چارو د همغږۍ ویاند جینس لایرکي وايي وضعیت 'خورا ننګونکی ' دی.

د نوموړي په وینا له روغتیايي مرکزونو ځینې کسان ځکه بېرته شړل شوي، چې روغتیا پالانو خپله د خوندیتوب لپاره تجهیزات او الات نه درلودل.

یمني چارواکو د ګڼ شمېر ناروغانو او د کورونا له کبله د ۳۰ کسانو مړینه تایید کړې.

په یمن کې د کلونو اوږدې کورنۍ جګړې له کبله د دغه هېواد روغتیايي سیسټم له مخکې زیانمن شوی و او د مصنوعي تنفس خورا لږ الات یې درلودل.

برازیل کې داسې حال کې د کورونا وېروس له کبله د مړینې شمېر ۲۰۰۴۷ کسانو ته رسېدلی، چې وېره څرګندیږي، لاتین امریکا د وبا خپریدو په یوه بل مرکز بدلېږي.

مکسیکو، چیلي او پيرو هغه هېوادونه دي چې وار له مخه له وبا سره په سخته مبارزه بوخت دي. برازیل اوس په نړۍ کې شپږم هېواد دی چې د کورونا له کبله پکې د مړینې شمېر له ۲۰ زره کسانو زیات شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د برتانیا کورنیو چارو وزیره وايي، هېواد ته ورتلونکی هر کس به قرنطین کېږي

خو ماهرین وايي، ښايي د مړو کسانو شمېر له هغه خورا زیات وي، چې څرګندونه یې کېږي. له هرو دوو اونیو وروسته د مړو کسانو شمېر دوه برابره زیاتېږي.

د ګوایتي مالا ولسمشر د امریکا متحدو ایالتونو پر هغه پالیسي نیوکې کړې چې د کوویډ - ۱۹ ښکار کسان له هېواده بېرته ورشړل کېږي.

په کولمبیا کې بیا د هغه ښاروال نیولو امر شوی چې د کورونا لپاره د ځانګړې پانګې غلا تور پرې لګېدلی دی.

چارواکي وايي، د روغتونونو لپاره پر تجیزاتو، خوړو او نورو سامان الاتو له اړتیا ډېرې پیسې لګول شوې دي.

یوراګوای بیا د جون له لومړۍ نېټې وروسته په تدریجي توګه ښوونځي پرانیزي.

بل لور ته د بريتانیا کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل د کورونا وېروس مبارزې په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، د جون میاشتې له اتمې وروسته به هر هغه کس د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین ته استول کېږي، چې دغه هېواد ته ورځي.

د نوموړې په وینا له هرو دریو اونیو وروسته به پر دغه اقدام له سره غور کېږي. دغه راز به هېواد ته ورتلونکي ټول مسافر چارواکو ته خپل ادرس ورکوي، چې د سرحدي ځواک کسان یې وروسته د معاینې لپاره ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، ښايي برازیل کې د مړو کسانو شمېر له هغه خورا زیات وي، چې څرګندونه یې کېږي.

وزیره پټیل وايي، پر بریتانوي پولو دغه اقدامات د وبا دویمې څپې مخنیوي لپاره کېږي. په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له کبله د ۳۵۱ نورو کسانو له مړینې وروسته د دغې ناروغۍ له کبله د ټولو مړو کسانو شمېر ۳۶ زره ۳۹۳ کسانو ته رسېدلی.

هلته په ډنمارک کې بیا موزیمونو، ژوبڼونو، سینماګانو او تیاترونو ته اجازه ورکړل شوې، چې خپلې درازوې د خلکو پر مخ پرانیزي.

ډنمارک چارواکو د پنجشبې پر ورځ وویل، په یوه تالار کې به له پنځه سوه زیات نندارچیان نه یو ځای کېږي، د دوو څوکیو تر منځ به یوه تشه ساتل کېږي، د هنرمندانو او نندارچیانو تر منځ به لږ تر لږه دوه متره واټن ساتل کېږي او تالار ته د ننوتو په دهلیزونو کې به هم دوه متره واټن په پام کې نیول کېږي.

د انځور حقوق AF
Image caption په ډنمارک کې سینماګانو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې

د سویلي سودان کابینې په لسو وزیرانو کې د کورونا وېروس تشخیص شوی دی. د دغه هېواد اطلاعاتو وزیر مایکل مکويي په وینا د روغتیا له وزیر پرته د کورونا ضد مبارزې کاري ډلې په ټولو غړو کې کوویډ - ۱۹ وېروس تشخیص شوی دی.

خو نوموړی هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې ولسمشر سلواکېر چې خپله هم د دغې ډلې غړی دی، پر وېروس اخته شوی.

برازیل کې په یوه ورځ د کورونا کابو ۱۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوې

کورونا وېروس: د نړۍ په لر او بر کې وروستی حال

له دې یوه ورځ مخکې مرستیال وزیر اعلان وکړ، چې دی او مېرمن یې چې د دفاع وزیره ده، پر کورونا اخته دي.

چارواکي وايي، پر کورونا اخته ټول وزیران اوس په ګوښیتوب کې قرنطین دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

په سویلي سودان کې تېرو شپږو ورځو کې د ۳۰۰ نورو ناروغانو نومونه ثبت شوي او شپږ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.