شاته

کروناویروس؛ افغان حکومت له خلکو غوښتي په اختر کې له کورونو ونه وځي

د کروناویروس تر دې دمه په افغانستان کې د چارواکو په وینا ۲۰۵ تنه مړه کړي او څه باندې ۹۲۰۰ نور پرې اخته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پراخېدو او پرې د اخته کېدو د مخنیوي په خاطر د اختر په ورځو کې پخپلو کورنو کې پاتې شي.

ښاغلی فیروز وايي‌ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۵۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۰۶۰ مشکوک سمپلونه تشخیص شوي چې ۵۴۲ یې مثبت ثابت شوي دي.

له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې چې ۳۱۶ کیږي په کابل کې ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن جمعه مۍ ۲۲(غبرګولې۲) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۵ ته ورسېد.

همدارنګه ۵۵ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۹۹۳ تنو ته پورته شوو.

د اختر ورځو کې د کرونا ویروس خپرېدو مخینوی

بلخوا د افغانستان د حج او اقافو وزیر عبدالحکیم منیب هم له هغو افغانانو څخه چې د کرونا ویروس علایم لري وغوښتل چې د اختر لمانځه لپاره جومات ته له تګ څخه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې ناروغ او له ناروغۍ څخه بېریدلې کسان دي د اختر لمونځ خپلو کورنو کې وکړي.

ښاغلي منیب وویل، هغه کسان چې د کرونا ویروس علایم نه لري باید د اختر لمانځه پرمهال جومات کې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف مخکنۍ سپارښتنې مراعت کړي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخې د چهارشنبې ورځې تر غرمې د مې ۲۲مې (غبرګولې۲) پورې په نړۍ کې څه باندې پنځه میلیونه په اخته شوي او ۳۳۳زره تنه نور مړه شوي دي.