شاته

ملي امنیت شورا: تېره اونۍ طالبانو ۲۵ ملکیان وژلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په تېرې یوې اونۍ کې د طالبانو له خوا ۲۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د دغه شورا ویاند جاوید فیصل پرون ماښام (پنجشبه ۲۱مې/ غبرګولی لومړی) په خپل ټویټر پاڼې کې لیکلي چې دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

ښاغلي فیصل زیاته کړې چې یاد ملکیان د طالبانو له خوا د ځای پر ځای شویو ماینونو او د دغې ډلې د جنګیالیو په ډزو کې وژل شوي دي.

هغه ویلي چې ماشومان او ښځې هم په قربانیانو کې شاملې دي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روژې په میاشت کې لسګونه ملکیان د طالبانو له خوا په نښه شوي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یو استول شوي پیام کې له طالبانو غوښتي چې د کوچني اختر په رارسېدو سره دې جګړه ودروي تر څو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

هغه ویلي: "جګړه د حل لاره نه ده او په دې باید پوه شئ چې په جنګ تاسو خپله تر ټولو ډېر ځپل کیږئ. که د پردیو د اثر لاندې نه یئ نو اوربند وکړئ."

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا (یوناما) په یوه رپوټ کې ویلي و چې یوازې په اپرېل میاشتې کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۳۸۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په رپوټ کې راغلي چې ۲۰۸ ملکیانو ته د طالبانو او ۱۷۲ نور د افغان ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې د یادو ښکېلو خواوو د شخړو له امله د سږ کال د اپرېل میاشتې ملکي تلفاتو کچه نسبت تېر کال ملکي تلفاتو نه لوړه ده.