شاته

بهر کې له ۱۶ زرو ډېر بند پاتې افغانان هېواد ته لیږدول شوي

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د کرونا ویروس د خورېدو او له هغه وروسته د هوايي چلند پروازونو ځنډېدو وروسته بهرنیو هېوادونو کې له ۱۶ زرو ډېر بند پاتې افغانان خپل هېواد ته لیږدول شوي دي.

د دغې ادارې په خبرپاڼې کې چې نن جمعه (غبرګولی ۲/ مې ۲۲) خپره شوې راغلي چې دغه مسافرین د احتیاطي او روغتیاي تدابیرو په پام کې نیولو سره د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو په لږ تر لږه ۱۰۰ پروازونو کې لېږدول شوي دي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي وايي چې دا پروازونه یوازې له یوې خوا مسافر لیږدولي او دا لړۍ دوام لري.

برسېره پر دې د قرنطین په مودې کې کابل ته ۲۶ د کارګو الوتنې هم رارسېدلي دي.

له بلې خوا اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل په خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې ټاکل شوې سبا شنبه له اسلام اباد نه کابل ته د کام ایر هوايي شرکت پرواز هم تر سره شي.

ښاغلي مشعل زیاته کړې هغه افغانان چې پاکستان کې بند پاتې دي کولی شي له دغه پرواز نه ګټه واخلي.

د روان کال د وري میاشتې په شلمه د یوې خوا الوتنو پرته، افغانستان ته ټولې بهرنۍ الوتنې وځنډول شوې او کورني پروازونه په بیساري توګه وځنډول شول.

په کابل هوايي ډګر کې د اریانا افغان دولتي هوايي شرکت او کام ایر لسګونه الوتکې ولاړې پاتې دي.

په افغانستان او سیمه کې د کرونا د ویروس د خپریدو وړاندې د هند هوايي کرښې او د سپایس جیټ هندي خصوصي شرکت د الوتنو ترڅنګ د ترکیې، اماراتو، فلای ډوبۍ او د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت کابل او د دغو هیوادونو د لویو ښارونو ترمنځ الوتنې کولې.

همداشان د افغانستان اریانا افغان هوايي او کام ایر هوايي شرکتونو هم د سیمې یو شمیر هیوادونو ته منظمې الوتنې کولې.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخې د چهارشنبې ورځې تر غرمې د مې ۲۲مې (غبرګولې۲) پورې په نړۍ کې څه باندې پنځه میلیونه په اخته شوي او ۳۳۳زره تنه نور مړه شوي دي.