شاته

د کرونا قربانیانو ته درناوی؛ د امریکا بیرغ به نیم ځوړند وي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ امر کړی چې په متحدو ایالتونو کې د کروناویروس له کبله مړه شویو کسانو ته د درناوي لپاره دې د دغه هېواد بېرغ درې ورځې نیم ځوړند وي.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ ناوخته مۍ۲۱ (غبرګولي۱) په خپل ټویټر کې ولیکل چې د امریکا بیرغ به امریکايي ځواکونو ته د درناوي لپاره، چې د هېواد لپاره یې قربانۍ ورکوي، هم نیم ځوړند وي.

دوشنبه مۍ۲۳ د هغو امریکایي سرتېرو د یاد ورځ ده چې د امریکا د دفاع په لار کې وژل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ په همدې حال کې د ایالتونو په حکومتونو فشار راوړی دی چې ژوند او کاروبارونه بیا پيل او هر څه عادي حالت ته ور وګرځوي.

نوموړي ویلي دي‌ چې د هغو ایالتونو د پرېکړو ننګه به ونکړي چې نغواړي ژر کاروبارونه بیا پرانیزي.

د امریکا د ټولو ۵۰ ایالتونو حکومتونو ویلي دي‌ چې د نور اقتصادي ځوړ او رکود د مخنیوي لپاره به ځینې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي که د کروناویروس دویمه څپه راغله، په کاروبارونو به هېڅ ډول بندیز ونه لګول شي.

د کروناویروس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله په امریکا کې ډېر کسان مړه کړي دي. چارواکي وايي تر دې دمه شاوخوا ۹۴۷۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۵.۷ میلیون نور خلک په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو چې تر دې دمه مۍ۲۲ (واشنګټن ډي سي جمعه سهار) یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۳۳۳زره کسان مړه کړي او څه باندې پنځه میلیون نور پرې اخته شوي دي.