BBC
 شاته

د جمال خاشقجي زوی وايي، د پلار قاتلان بښي

جمال خاشقجی د انځور حقوق AFP
Image caption سیاسي فعال او خبریال جمال خاشقجي پر سعودي حکومت نیوکې کولې او وروسته د ترکیې په استانبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي یوه زوی ویلي، د پلار قاتلان بخښي. بل لور ته د ښاغلي خاشقجي کوژدنې خدیجه چنګیز وايي، هیڅوک حق نه لري چې د هغه قاتلان وبښي.

سیاسي فعال او خبریال جمال خاشقجي پر سعودي حکومت نیوکې کولې او وروسته د ترکیې په استانبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

د خاشقجي یوه زوی صلاح خاشقجي په ظاهره د کوچني اختر په مناسبت په یوه ټویټر پیغام کې د پلا قاتلانو بښلو خبره کړې.

نوموړي د قرانکریم یوه ایت ته په اشارې سره لیکلي:

''هغه څوک چې بښنه کوي، الله تعالی یې اجر ورکوي. له همدې کبله موږ د جمال خاشقجي شهید اولادونه، هغه کسان بښو چې زموږ پلار یې وژلی او (د دې بخښنې) عوض له خدایه غواړو. ''

له شرعي قوانینو سره سم د کورنۍ غړو له بښل کېدو وروسته قاتلان د اعدام له سزا ژغورل کېدای شي.

صلاح خاشقجي له دې مخکې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره له لیدو وروسته ویلي و، د سعودي حکومت پر څېړنو باور لري.

بل لور ته د جمال خاشقجې کوژدنه خدیجه چنکیز وايي، هیچا ته به دا حق ورنکړي چې د هغه قاتلان وبښي.

ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د خپل واده اسنادو تر لاسه کولو لپاره سعودي کونسلګرۍ ته ورغلی او هغو کسانو وواژه چې له مخکې نه له سعودي عرب نه هلته ورغلي وو.

د انځور حقوق Saudi News Agency
Image caption صلاح خاشقجي له دې مخکې له ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز سره لیدلي و

سعودي حکومت په لومړي سر کې دغه موضوع رد کړه، خو له هغه وروسته چې ترک حکومت د پېښې جزیات افشا کړل او یو غږیز کلیپ یې لویدیځو څارګرو ادارو سره شریک کړ، د دغې پېښې څېړنه اعلان کړه.

د یو شمېر کسانو په اند په دغه وژنه کې د محمد بن سلمان لاس درلود.

د دغې وژنې او د جمال خاشقجي مړي له تري تم کولو وروسته د سعودي حکومت او سلمان بن عبدالعزیز په هکله خورا ډېرې نیوکې وشوې.

خو سعودي چارواکي وايي، جمال خاشقجي د دغه هېواد د څارګرو ادرو یو شمېر کارکوونکو په خپلسري توګه وژلی دی.