شاته

ټرمپ: که د کورونا دوهمه څپه راشي نو امریکا به بیا و نه تړل شي

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ایالتونو باندې نور زور راوړ چې کاروبارونه دې پرانیزي که څه هم د کورونا وایرس په اړه اندېښنې لا دوام لري.

ټرمپ وویل، زه فکر نه کوم چې خلک دې نور ودرېږي په هغو ایالتونو کې چې خپل کارونه په چټکۍ سره پیل نه کړي.

د امریکا ټولو ۵۰ واړو ایالتونو لږ تر لږه د نیمه بیا پرانېستلو په اړه خپل پلانونه اعلان کړي دي.

ټرمپ وویل، که د کورونا وایرس دوهمه څپه راشي نو مونږ به خپل هېواد و نه تړو.

ټرمپ په مشیګن ایالت کې د فورډ په نامه د امریکايي موټر جوړونې کمپنۍ کارکونکو ته د وینا پر وخت وویل، "دایمي لاک ډاون د یو روغ ایالت او هېواد لپاره کومه سټراتیژي یا تګلاره نه ده."

بل پلو په تېرو نهو اونیو کې ۳۸.۶ میلیونه امریکایانو د بې کارۍ له امله حکومتي مرستو ته درخواستونه کړي دي.

تر دې وړاندې د فورډ په یوې بلې کارخانه کې ولسمشر د تور پوستو امریکایانو له مشرانو سره په خبرو کې وویل، "مونږ باید خپلې کلیساوې پرانیزو او مونږ باید خپل هېواد پرانیزو."

ټرمپ همدارنګه د کارخانو کارکونکو ته ویلي، چې درمل او طبي وسایل باید په امریکا کې تولید شي او یو ځل بیا یې د کورونا د وبا تور په چین پورې کړ.

سپینه ماڼۍ وایي، د ټرمپ د ادارې په نوښت په امریکا کې د کورونیو شخصي کمپنیو لخوا تر اوسه پورې، ۱۲ بیلینه دستکشي (دستانې) ۱۳۰ میلیونه N95 ماسکونه، نیم بیلین د جراحۍ ماسکونه، ۱۸ میلینه د مخ ژغورلو وسایل او بې شمېره وېنټېلېټرونه جوړ کړي‌ دي.

امریکا په ګرده نړۍ کې تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی چېرې چې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له شپارس لکو او د مړو شمېر ۹۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.