شاته

ولې سیاست مداران د کرونا وایرس نه د ناروغه کیدو زیات خطر سره مخ دي؟

د کرونا وایرس وبا نه د پاکستان د قامي او صوبائي اسمبليو یو شمېر غړي ناروغه شوي او د شورو- چهار شنبې په ورځ د دې وايرس له عمله يو د پنجاب او د بلوچستان اسمبلۍ غړی مړه شوي هم دي. دا په پاکستان کې په یوه ورځ کې په اسمبليو کې د ناستو غړو کې د کرونا وايرس له وجې وړومبي مرګونه دي.

‎د پنجاب صوبې ګجرانواله سره تعلق لرونکې د پاکستان تحريک ‎انصاف د پنجاب اسمبلۍ ښځينه غړې شاهين رضا چی د شورو- چهارشنبې په ورځ د لاهور ميو روغتون کې د کرونا وبا له امله مړه شوه.

‎د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف څخه د پنجاب اسمبلۍ ۶۹ کلنه قانون سازه چې پرله پسې يې پنجاب صوبه کې يې په کرونا اخته خلکو له جوړ کړی شوي قرنطين مرکزونو دورې کولې او د کینسر مرض یې هم تیر کړې ځکه د کرونا وايرس نه سخت ناجوړه کیدو له پس مړه شوې او ړومبې د صوبائي اسمبلی غړې ده چې د کرونا په رنځ اخته وه او مړه شوه.

‎د هغې د مرګ نه څو شېبې وروسته د جمعيت علماء اسلام (ف) يو مشر سيد محمد فضل اغا چې د پشين نه د بلوچستان قانون سازې اسمبلۍ غړی ټاکلی شوی ؤ هم د کراچۍ په يو روغتون کې د کووېډ-۱۹ له عمله مړ شو.

‎سيد فضل اغا یو نوموړی سياست مدار ؤ او د بلوچستان صوبې ګورنر هم پاتې شوی ؤ.

‎ښکاري داسې چې کرونا وايرس خپلو رنځورانو کې په جنس، عمر او ګوند سره تعلق لرلو هيڅ تفريق نه کوي. ځیني خوش بخته داسې سیاست مداران هم وو چې په دې رنځ اخته وو او هغوي روغ شول.

خو وېره څرګندیزي چې د قانون جوړونکي اسمبليو د غړو په راتلونکی وخت کې دا شمېره نوره هم سېوا شي، ولې چې په لنډو ورځو کې د قامي اسمبلۍ او د نورو څلور واړو صوبو د صوبايي اسمبليو غونډې کېږی یا کيدونکې دي.

‎ سياست مداران منی د اولس ټاکل شوي غړي په دې وايرس د اخته کېدو خطر زیات ځکه لري چې يو بل نه لرې پاتې کېدل يعنې ټولنیز فاصله، چې تر اوسه د دې ناروغۍ نه د ژغورنې يواځينی علاج ګڼلی کېږي د سياست مدارانو او د قانون سازانو د ذمه واريو او ژوند ځواک سره سمون نه خوري.

‎که مونږ د خلکو د استازو يا نمايندګانو خبره کوو نو د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونکي دوه پخواني وزيران چې د ترهګرۍ پر ضد د خپلې مضبوطې بيانيې لپاره مشهور وو اوس په کرونا وايرس د اخته کیدو وروسته د دغه ناروغۍ سره هم جنګيږي. دوه ورځې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند د دوو مشرانو، ميا افتخار حسين او غلام احمد بلور د کوېډ-۱۹ نتيجې هم مثبتې راغلي دي

د عوامي نېشنل ګوند سره تعلق لرونکی د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی سردار حسين بابک وايي کوېډ-۱۹ د سياست مدارانو او د ولس لخوا ټاکلی شوو غړو د پاره يو لوې آزمائيش دی ځکه يو بل سره ټولنیزه فاصله ساتل يا يو بل نه لرې پاتې کېدل د دوي د پاره ناممکن دی.

سردار حسين بابک وايي: ‎" مونږ خلکو سره مېلاوېږو، دعاګانو او تپوس پښتنې له ځو، دا زمونږ د پاره ډېره ګرانه ده چې د اولس سره بيخي مېلاوېدل پرېږدو".

‎د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبليو غړي چې د اسبمليو په اجلاسونو کې برخه اخلي، يا د پارليمان نه بهر خپلو خلکو او ووټرانو سره مېلاويږي ټول دا خطر لري چې د دې وايرس نه اغېزمند شي.

‎تر اوسه پورې د کوېډ-۱۹ وايرس شاوخوا د پاکستان ټولو اسمبليو په څه غړو کې موندلی شوی دی.

‎کرونا وايرس چې د مارچ مياشت کې يې خپرېدل پېل کړی وو چې د مارچ نيمايي کې يې ټول ملک په لاک ډاون مجبوره کړو، نه يواځې دا چې اولس عام او شخصي ژوند او کاروبارونه متاثره کړل بلکې د چهارشنبې تر ورځې پورې ترې د شمېرې ترمخه پنځوس زره خلک اغېزمند او څه د پاڅه زر خلک مړه شوي دي.

‎د دې سخت بحران باوجود د پارليماني چارو د پاره د وزيراعظم عمران خان مرستيال بابر اعوان خپل يو خپور کړی شوی ويډيو پېغام کې وايي "حکومت پرېکړه کړې ده د جون مياشتې د پينځمې نېټې نه تر ۱۳ اګست پورې به د قامي اسمبلۍ اوږده يا مېراتهن غونډه کيږي، چې پکې به د راتلونکي مالي کال بجټ په اړه بحث او د دې تر څنګ نورې مهمې قانون سازۍ هم کيږي" .

بابر اعوان وايي چې دې سره به په يو پارليماني کال کې دننه د قامي اسمبلۍ د غونډو ائيني ورځې هم پوره شي.

د ا اعلان د پارليمان په يوې تړلی شوې ودانۍ کې د ۳۴۲ د قانون ساز اسمبلۍ غړو د تحفظ په اړه اندېښنې پېدا کوي. ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ په تېره غونډه کې د مخالفه ډلو د ممبرانو لخوا په وزيراعظم عمران خان د پارليمان غونډې ته د نه راتلو باندې سختې نيوکې شوي وې او هغه ته یې مسنګ پرسن یا ورک سړی وئیلی وو.

په داسې حلاتو کښې د کوزې کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی چې د کرونا ناروغتیا یې تیره کړې وايي خلکو سره په داسې وخت کې مېلاوېدل مناسب نه دي او نه څوک مېلاوېدی شي، او څو پورې د اسمبلۍ د غونډو خبره ده نو هغې د پاره حکومت طريقه کار دا راويستی ؤ چې هر غړی به معاینه- ټیسټ کوي، چې د چا ټیسټ منفي راغلو نو یواځې هغه به اجلاس ته تلی شي.

منير اورکزی وايي: "په اسمبلۍ کې د دستانو، ماسک او سېنېټائيزر انتظام شوی وي، غړي خپله هم کوي او د اسمبلۍ له خوا هم شوی وي او د کرسۍ هم لرې لرې وي، يوه کرسۍ تشه وي او يو ډکه وي".

د منير اورکزي تر مخه د قامي اسمبلۍ د تېرې غونډې نه وړاندې چې د ممبرانو او د قامي اسمبلۍ د کارمندانو کوم ټیسټونه شوي وو هغې کې د نهه غړيو او د ۱۶ کارمندانو معاینی مثبت راغلی وې چې پکې د خېبر پښتونخوا نه درې غړي ګل ظفر د باجوړ نه، محبوب شاه د دير نه او سپيکر اسد قيصر د صوابۍ سره تعلق لرلو.

هغه وايي : "کرونا ډېره خطرناکه بيماري ده، په خاصه توګه هغه خلک چې عمرونه يې د ۵۰ -۵۵ نه سېوا وي هغو د پاره ډېره خطرناکه ده، ما ځان ډېر ساتلو، د کوره به هم بهر نه تلم، د کور يو کس به سود سودا پسې تلو د هغه له وجې ټول کور ته ولګېدو، زه پکې ډېر خراب ووم نوره کورنۍ ښه په ارام سره روغ شوه او اوس ټول ښه یو" .

‎د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر هم د کرونا وايرس په مرض اخته شوی ؤ خو وايي چې اوس روغ شوی دی. هم په دې دوران کې د پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکی د سندهـ صوبې ګورنر عمران اسماعيل هم د کوېډ-۱۹ نتيجې دوه ځله مثبتې راغلې وې خو وروسته نوموړی وویل چې هغه هم د کرونا وایرس څخه راغیدلې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علی وزیر کرونا ټيسټ هم مثبت راغلې خو د هغه ملګرو تر مخه هغه د کرونا څه علامات نه لری او صحت یې ښه دې.

‎د خېبر پښتونخوا د قانون ساز اسمبلۍ ډېر غړې چې پکې د پېښور نه کامران بنګش، ډاکټر امجد علي د سوات، عبدالسلام افريدی د مردان، شفيق افريدی د ضلع خېبر نتيجې مثبتې راغلې وې خو دوي کې اوس د کوېډ-۱۹ نه څه کسان بېرته روغ شوي دي.

‎د پاکستان پيپلز پارټۍ د سندهـ صوبې د اسمبلۍ غړي رانا همير سنګ او سيد عبدالرشيد هم د کرونا په رنځ اخته وو خو اوس روغ شوي دي. هم د سندهـ صوبې د پاکستان پيپلز پارټۍ يو بل غړی سعيد غني چې د صوبې د تعليم وزير هم دی د اپرېل په مياشت کې د کرونا په رنځ اخته شوی ؤ او اوس ترې روغ شوی دی.

‎د پنجاب قانون ساز اسمبلۍ خپله يوه ښځينې غړې د کرونا وبا د لاسه بايله خو د اسمبلۍ ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري چې د مئ د مياشتې په ۱۰ نېټه يې د کرونا نتيجه مثبت راغلې وه د شورو په ورځ يې د کووېډ-۱۹ ټیسټ نتيجه منفي راغله او اوس په رغېدو دی.

‎د بلوچستان اسمبلۍ ۶۵ غړيو کې چې اجلاس کې يې ګډون کړی ؤ څلور غړي داسې دي چې هغوي کې د کرونا وايرس موندل شوی دی. د شورو په ورځ بلوچستان اسمبلۍ خپل يو غړی سيد فضل اغا د کووېډ-۱۹ له عمله باېلو خو د بلوچستان عوامي پارټۍ غړی او د خزانې وزير ظهور بليدي هم په دې ورځ د کرونا وایرس ناروغۍ نه روغ شو. خو د صوبې د ماليه يا ريونيو وزير سليم کهوسه او د جمعيت علماء اسلام سره تعلق لرونکی بل غړی يونس ظهري د کرونا ټسټ نتيجې مثبت راغلې دي او اوس هم په قرنطين کې دي.

د پنجاب، سندهـ او خېبر پښتونخوا صوبې د اسمبليو اجلاسونه د کرونا وبا له عمله تر اوسه خو نه دي شوي، خو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکر محمود جان تر مخه دا امکان لري چې د صوبائي اسمبلۍ غونډه د قامي اسمبلۍ د غونډې نه څو ورځې پس د بجټ جوړولو د پاره راوبللی شي. هغه وايي زما خپله ذاتي خوښه دا ده چې د مخالف ډلو سره خبره وشي او نيم غړي راشي او د بجټ اجلاس کې برخه واخلي نو ښه به وي.

" تر اوسه پورې زمونږ د اسمبلۍ درې څلور داسې ممبران شته چې د کرونا وايرس نتيجې يې مثبتې راغلي دي، د اسمبلۍ راتلونکي غونډه کې به د غېر ضروري خلکو په ګډون کولو بندېز وي،يواځې د اسمبلۍ غړي او د اسمبلۍ متعلقه کارمندان به غونډه کې برخه اخستی شي" .

محمود جان وايي زمونږ اولس کې د پوهې او تعليم هغه معيار نشته چې هغوي دا وبا جدي وګڼي او د اولس د دې خوي له وجې سياست مداران په خپلو حلقو کې د دې وايرس د لاسه د خطر سره مخ دي. "اوس هم په کليوالو سيمو کې خلک دا ګپ ګڼي، زه څو ځل دعاګانو ته لاړم خلکو ته واېم چې لاسونه مه ملا وهئ نو ډېر پکې وايي چې ته وېرېږې".

د کرونا وباء او د اولس نه لرې پاتی کیدل د سیاست مدارانو لپاره دا وخت یو غټ چیلنج جوړ شوې او د یو سیاست مدار تر مخه د اولس نه لرې پاتی کیدل د هغه د پاره داسې ده چی څنګه کب د اوبو نه لرې کوې.