شاته

د پاکستان اقتصادي پرمختګ کرونا وایرس له امله نور هم کم شوی، حکومتي شمېرې ښايي

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزارت ویلي د ۲۰۲۰م لپاره د ملک د معاشي پرمختګ هدف د څلور فيصده په ځای منفي صفر اعشاريه ۳۸ فيصد ته راغلی دی چې په تېرو ۶۸ کالو کې تر ټولو کم هدف دی. له دې وړاندې د پاکستان معاشي پرمختګ منفي يو اعشاريه اته فيصده ته راکوزه شوی و.

د پاکستان د معاشي پرمختګ شرح د کمېدو وجه څه ده؟ په دې اړه د معاشياتو استاذ پروفېسر منظور علي وايي د پاکستان معاشي پرمختګ له وړاندې د بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ وخو د کرونا وبا له امله په نړيواله کچه کاروباري هلو ځلو ته زيان رسېدلی او هم د دې له وجې د پاکستان معاشي پرمختګ هم اغېزمن شوی دی. نوموړی وايي چې د دې سره به په ملکي کچه په کاروباري هلو ځلو هم منفي اغېز پرېوځي.

نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف ويلي وو چې د کرونا وبا له امله په ټوله نړۍ کې اقتصادي هلې ځلې درې فيصده راکمېدی شي او د پاکستان لپاره يې د اقتصادي پرمختګ منفي يو اعشاريه پينځه فيصد ټاکلې وه.

د پاکستان حکومتي شمېرې وايي چې په راتلونکي کال کې به معاشي پرمختګ منفي صفر اعشاريه ۳۸ فيصد شي.

د پاکستان د وزيراعظم د خزانې سلاکار ډاکټر حفيظ شېخ وايي د تېر حکومت له خوا دوي ته ۲۰ اربه د کرنټ اکاونټ خساره ورکړل شوې وه او اوس د دوی حکومت دا خساره درې اربه ډالره ته کمه کړي ده.

نوموړی دا هم وايي چې غېرملکي زرمبادله يې د اووه اربه ډالره نه ۱۲ اربه ډالره ته زياته کړې ده. خو اوس د کرونا وبا له امله نړيوال اقتصاد اغېزمن شوی دی چې اثرات يې په پاکستان هم شوي دي.

دا خبره د ذکر ده چې د پاکستان د منصوبه بندۍ د سېکرټري ظفرحسن په مشرۍ کې قامي د شمېرنې کمېټۍ ته ويل شوي تېر کال يعنې ۲۰۱۹م کې د پاکستان قامي امدن ۴۳۰۰۰ اربه روپۍ يا ۲۸۴ اربه ډالره ؤ خو سږکال په دې کې کمی راغلی دی او دا ۴۱زره ۲۷۲ اربه روپۍ ته راکوز شوی دی.

له دې وړاندې په تېر حکومت کې د پاکستان قامي امدن ۳۸ زره اربه روپۍ و او په رپورټ کې دا هم ويلي شوي چې په مجموعي توګه د پېداوار ټاکل شوي هدفونه نه دي ترلاسه شوي.